د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط په اړه د مېشتو سرتېرو اندېښنې


د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو یو شمېر سرتېرو د پنجشنبې په ورځ له یادې ولسوالۍ څخه د ټیلیفون پر کرښه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو سخت محاصره کړي او که اضافي سرتېري ورونه‌رسېږي ولسوالۍ به سقوط وکړي.

دوی وايي، وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ سوځولې او د ملي اردو یو کمپ‌يې
هم سقوط کړی او په خبره‌یې چې اوس د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ جګړه روانه ده.

د ملي اردو دغه سرتېري وايي، ۳۵ ملګري یې وژل شوي او ۳۰ تنه نور هم ژوندي ورک دي.

د ارزګان ولایتي اداره، امنیه قوماندانۍ او په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو د دفاع وزارت مسؤلین بیا د سرتېرو دغه خبرې ردوي او وايي چې هلته
وضیعت ارام دی.

په دي اړه د ازادي راډیو خبریال شریف‌الله شرافت راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG