د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

دفاع وزارت: د وسله‎والو مخالفینو پرضد روان عملیات تهاجمي بڼه لري


د افغانستان دفاع وزارت د پسرلي په پیل کې چې د جګړو د پیل موسم وي ویلي و، افغان دفاعي، امنیتي ځواکونه د وسله‎والو مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې په تعرضي حالت کې دي.

په تېرو دوو اونیو کې فراه ولایت د سقوط تر بریده ناامنه شو، په هلمند، ارزګان او غزني کې خونړۍ جګړې وشوې او ګڼ ملکي وګړي او دولتي سرتېري مړه او ټپیان شول.

افغان چارواکي وسله‎والو مخالفینو ته هم د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي، دې جګړو خلک له یوې خوا اندېښمن کړي دي او له بلې‎خوا یې د حکومتي ځواکونو د جنګي تاکتیکونو او پوځي اقداماتو د اغېزو په اړه یو لړ پوښتنې رابرسېره کړي دي.

خو دفاع وزارت د دې اندېښنو او پوښتنو په ځواب کې وايي چې د وسله‎والو مخالفینو د حملو په وړاندې د دوی عملیات تهاجمي بڼه لري.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې دا تهاجمي عملیات اوس مهال روان دي:

"زموږ ملي دفاعي ځواکونه چې کوم عملیات پیلوي هغه تهاجمي دي او موږ د هغو دښمنانو پر ضد چې له بهره په افغانستان کې ګواښونه رامنځته کوي له خپل ټول ظرفیته کار اخلو. دا په‎دې معنا ده چې موږ د هغوی په وړاندې خپل فعالیت په تهاجمي ډول سرته رسوو."

ښاغلي رادمنش زیاته کړه چې دا عملیات په ۱۲ ولایتونو کې روان دي، خو ډېر تمرکز پر هغو سیمو دی چې وسله‎والو مخالفینو حملې په‎کې زیاتې کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست وايي، په‎دې ترڅ کې له سلو زیات وسله‎وال مړه او ټپیان شوي دي.

جنرال رادمنش همدارنګه وویل، په‎دې عملیاتو کې د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونو ونډه خورا زیاته مهمه ده:

"څلور ولایتونه چې غرني، ارزګان، هلمند او فراه دي؛ هلته خپل ټول زور اچوو، څو د دښمن لیکې، مهمات، کتارونه او سنګرونه له‎منځه یوسو. خو موږ لازمه ګڼو چې له هوايي او توپچي قواوو څخه په ښه توګه استفاده وکړو."

په افغانستان کې جګړې د تل په شان د پسرلي له پیل سره سم تودې شوي دي، خو تر دې دمه یې زور او تلفات د نورو کلونو په پرتله زیات دی.

په تېرو دوو ورځو کې په فراه کې سختې جګړې وشوې.

د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ تر اوسه هم د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې ده او د فاریاب بل‎چراغ ولسوالۍ او د غزني ولایت ځینې سیمې څو ځلي د وسله‎والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوي.

یو شمېر کارپوهان وايي، د افغانستان ولسوالۍ او ان د ځینو ولایتونو مرکزونه هومره کوچني ښارګوټي دي چې نیول یا له لاسه ورکول یې د جګړې هېڅ لوري ته هم د پام وړ برلاسي نه ورکوي خو افغانستان او د خلکو ژوند یې ناامنه کولای شي.

XS
SM
MD
LG