د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د بغلان فعالان: تاله‌وبرفک له طالبانو سره ده او د نیولو عملیات‌یې نه‌دي پیل شوي


په وروستیو دوه اوونیو کې چې په افغانستان کې جګړې شدت موندلی، د هېواد یو شمېر سیمې او ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي چې د بغلان تاله‌وبرفک د فاریاب بل چراغ، د غزني او فراه ځینې برخې یې ژوندۍ بېلګې دي.

د بغلان یو شمېر مدني فعالان چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۷» په کابل کې سره راغونډ شوي وو، وايي د تاله‌وبرفک ولسوالۍ له ۱۲ ورځو راهیسې د وسله‎والو طالبانو په واک کې ده او د بیا نیولو لپاره‌یې هېڅ ډول عملیات نه‎دي پیل شوي.

له دغو مدني فعالانو حامد پویا وویل:

"که څه هم ځواکونه هلته رسېدلي دي، خو تر اوسه‌يې د بیا نیولو عملیات نه‎دي پیل کړي، زموږ هیله دا ده چې دا عملیات ژر تر ژره پیل شي، که نه له هغې پرته به دا ستونزه لا پراخه شي."

د ده په وینا د دغې ولسوالۍ د سقوط په نتیجه کې په لسګونه افغان پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې‎ځایه شوې دي.

دا مدني فعالان ووايي، وسله‎وال طالبان هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې ځان ته پوځي اډې جوړې کړي.

د بغلان د والي په وینا د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د وسله‎والو طالبانو په واک کې ولوېده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت هغه مهال د دغې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه ونه‎ویل او ویلي يې و چې په تاله‌وبرفک کې جګړه روانه ده او دا ولسوالۍ له ګواښ سره مخ ده.

د مدني فعالانو د دغو اندېښنو په غبرګون اوس د دفاع وزارت وايي چې په تاله‌وبرفک ولسوالۍ کې ډېر وسله‎وال طالبان وژل شوي او نور یې د تېښتې په حال کې دي.

د یاد وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل، د هوايي او توپچي حملو له کبله طالبانو ماتې خوړلې، خو د خندقونو د کېندلو له کبله دوی تر اوسه دغې ولسوالۍ ته نه‎دي رسېدلي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

رادمنش زیاته کړه:

"د دوی نه ډېر وژل شوي او د تېښتې په حال کې دي، یوازنی لامل چې موږ تر اوسه د تاله‌وبرفک ولسوالۍ ته نه‌یو رسېدلي دا دی چې په لاره کې کانالونه ایستل شوي او لاره د دښمن له‎خوا په بمونو پوښل شوې ده، موږ د سړک د بیارغونې په حال کې یو او د ولسوالۍ په لوري روان یو."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د طالبانو نظر هم ولري، خو بریالی نه‌شوه او نه هم دوی په‎دې اړه څه ویلي دي.

د بغلان مدني فعالان وايي، د تاله‌وبرفک ولسوالۍ شااوخوا نورې ولسوالۍ هم شته چې د اوسني حالت دوام د بامیان، سمنګان او پروان ولایتونه له ګواښ سره مخ کولای شي.

د دغو فعالانو له ډلې د زمان اروزومند په نوم یو بل کس وايي، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي په بد وضعیت کې دي او د خوراکي موادو بيې خورا زیاتې لوړې شوې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG