د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د سمنګان خلک د نا امنۍ له زیاتوالي شکایت لري


د سمنګان ولایت اوسېدونکي په روی دو اب او درې صوف ولسوالیو کې د طالب وسله‌والو او محلي زورواکو له حضور څخه شکایت لري.

دوی وايي چې د درې صوف او ایبک لارې په اوږدو کې طالبان د ډبرو سکرو پر کاروانونو حملې کوي او همدارنګه په روی دو اب ولسوالۍ کې د طالب وسله‌والو فعالیت زیات شوی او له څو ورځو راهیسې پر امنیتي پوستو حملې کوي.

د سمنګان ولایت دوه تنه اوسېدونکي خالق او رفع‌یې په اړه وايي:

"زما نوم خالق دی، د سمنګان ولایت اوسېدونکی یم. په روی دو اب کې طالب وسله‌وال فعالیت لري او پر دولتي پوستو او عامو خلکو حملې ترسره کوي، نا امنۍ خلک په تنګ کړي دي."

"زه رفع نومېږم، د درې صوف ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې طالبان سړک ته راوځي او د ډبرو سکرو پر حاملو کاروانونو حملې کوي او هغو ته اور ورته کوي، نا امني سبب شوې چې خلک په دې لاره تګ راتګ ونه‌کړي."

د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي راز محمد هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې طالب وسله‌وال د سمنګان په روی دو اب ولسوالۍ کې پراخ فعالیت لري او پر امنیتي ځواکونو وسله‌والې حملې ترسره کوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر وايي چې په درې صوف ولسوالۍ کې د نا امنۍ موجودیت او د طالب وسله‌والو فعالیت سبب شوی تر څو د ډبرو د سکرو کانونه په خپل‌سره توګه او غیر فني ډول استخراج شي.

حاجي راز محمد په سمنګان کې د شته نا امنۍ په اړه وايي:

"په سمنګان ولایت کې نا امنۍ موجودې دي، د تاله‌وبرفک له سقوط وروسته طالبان له بغلان څخه د سمنګان روی دو اب ولسوالۍ ته راغلي او همدارنګه د درې صوف پائین د لارې په اوږدو کې هم طالبان سړک ته راوځي او د ډبرو سکرو پر کاروانونو حملې کوي او اور وراچوي."

په همدې حال کې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالب وسله‌والو حضور دې ولایت کې تأیید کړ او وايي، له نا امنه ولایتونو سره د ګاونډیتوب له امله په سمنګان کې هم نا امني رامنځته شوې ده.

صدیق عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې طالب وسله‌وال د بغلان له تاله‌وبرفک ولسوالیو څخه د سمنګان روی دو اب سیمې ته راغلي او تر شپه‌یې په امنیتي پوستو حملې ترسره کړې.

د والي ویاند همداراز وویل چې پر امنیتي پوستو د طالبانو له حملو وروسته افغان قوتونو په روی دو اب ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې یې تر دې دمه ۸ تنه وسله‌والو طالبانو چې په‌کې د هغوی په تش نوم ولسوال هم شامل و، وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

د والي ویاند په دې اړه زیاته کړه:

"تېره شپه د وسله‌والو طالبانو له حملو وروسته په روی دو اب ولسوالۍ کې د افغان قوتونو پوځي عملیات ترسره شول چې د هغه په پایله کې دښمن ته درانه تلفات واوښتل، لږ تر لږه ۱۰ تنو ته‌یې مرګ ژوبله اوښتې ده."

باید یاده کړم، دا لومړی ځل نه‌دی چې د سمنګان ولایت محلي چارواکي دلته د نا امنۍ له زیاتوالي شکایت کوي، بلکې تر دې پخوا هم سیمه‌ییزو چارواکو دې ولایت کې د دولت ضد وسله‌والو له حضور څخه شکایت کړی او ویلي دي چې د موجوده نا امنیو له امله دې ولایت کې د ډبرو سکرو کانونه په غیر فني او خپل‌سره توګه ایستل کېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG