د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

″د ځینو شمالي ولایتونو په ناامنیو کې د طالبانو تر څنګ نورې ډلې هم لاس لري″


د افغانستان په یو شمیرشمالي ولایتونو کې د وروستیو نا امنیو د عواملو په اړه د سیاسي چارو پوهان او افغان چارواکې یوه خوله نه دي؛ بلکې بیلا بیل نظرونه لري.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز چارواکي وايي، چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو ترڅنګ د سیمي د هیوادونو وسله والې او ترهګرې ډلې موجودې دي.

د دې مرکز مشر غفور لېوال ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دغو ډلو کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د چیچین وسله وال یاغیان او عرب وسله وال فعالیت کوي، چې وسله واله مبارزه یې له طالبانو سره توپیر لري.

″د چیچنیانو له ناراضیانو نه نیولي، د داغستان د غورمیشتو، ازبکو، تاجکو حتی تر اروپايي او امریکايي بنسټ پال او د عربو ارپکو شمېر خو بیخي ډېر دی. دوی د افغاني طالبانو له ډلو او اهدافو سره متفاوت خلک دي، پټ نیټورکونه لري، هم منځنۍ اسیا او عربي نړې د تګ راتګ لارې لري.

هرکله چې دوی مزاحمت احساس کوي په دغسې وژنو او جنګونو باندې لاس پورې کوي.″


په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې ځني امنیتي پیښي وسوې، چې وسله والو طالبانو ظاهرا لاس لرل په کې رد کړي دي.

د دارنګه پیښو یوه بیلګه په سمنګان ولایت کې د تیرې شنبې د ورځې ځان وژونکې حمله ده.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي اعلامیې له مخې په دې حمله کې د ولسي جرګې د غړی احمد خان سمنګانۍ په ګډون ۱۷ کسه ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول؛ چې طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړل.

نو د دې او دې ورته نورو حملو تر شا د چا لاس دی؟

د سیاسي چارو پوهان په شمالي ولایتونو کې د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو د وسله والو ترهګرو ډلو تر څنګ په سیمه کې پخوانیو جنګي قومندانانو ته هم ګوته نیسي او رواني نا امنۍ د دوی د سیالیو یوه برخه بولي.

د ویسا ورځپاڼي مسوول مدیر او سیاسي څېړونکی زبیر شفیقي هم ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د وسله والو نوم یادول مسوولو خواوو ته یوه پلمه ده.

″یوه بله بدمرغۍ چې متاسفانه ټول خلک د بد امنیو پېښې طالبانو ته نسبت ورکوي، یوه بهانه ده. په شمال کې پخواني جنګي قومندانان وسله وال پاتې دي، خپلمنځي رقابتونه لري، په دې کې د ازبکستان د اسلامي حرکت د جنګیالیو لاس هم شته، څه موده وړاندې تاسو ولیدل، چې د هېواد په امنیت شورا کې دا مساله مطرح شوه، چې د امو د نفتو د حوزې د پروژې په مقابل کې خنډونه پیدا کوي، بیا د هغه لپاره د ځینو خلکو نومونه یاد شول.″

د افغانستان ځینې شمالي ولایتونه د نفتي موادو د زیرمو له پلوه هم مهم بلل کیږي.

څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا پر جنرال عبدالرشید دوستم تور ولګاوه؛ چې د امو سیند د نفتو د زیرمو د ویستلو په مخ کې ځینې امنیتي ستونزې جوړوي.

د ملي امنیت شورا د افغانستان لوی څارنوالۍ ته یو مکتوب لیږلی و؛ چې په هغه کې پر جنرال دوستم درې تورونه لګېدلي وو، يو دا چې نوموړي ۱۵ چینايي انجينران ګواښلي او تیښتې ته یې اړ کړي؛ دویم له یادې پروژې څخه یې د باج اخیستلو او دریم دا چې د دې زیرمو د ویستلو په مخ کې د خنډ جوړولو هڅه کوي.

بل خوا د هیواد په شمال کې د پولیسو د ۳۰۳ پامیر زون د قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي بیا وايي؛ چې له طالبانو پرته په دغو ولایتونو کې نوري وسله والې ډلې ډېرې فعالې نه دي او پاکستان دغو ولایتونو ته ترهګر لیږي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو وسله والې ډلې یوازې په سرحدي سیمو کې فعاله دي.

د پوځي چارو ځیني پوهان هم د ښاغلي احمدزي خبرو ته نژدې نظر لري او د پاکستان پراستخاباراتي کړیو تور لګوي؛ چې د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري.

د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي ازادي راډیو ته وویل؛ چې حملې د ″ای. اېس .ای″ د ادارې له خوا کیږي، خو پړه یې ظاهراً پر یوې او بلې ډلې اچول کیږي:

″ادرس معلوم دی، د افغان ولس دښمنان له کومو ځایونو نه اداره کیږي، چې تر اوسه په هغوی باندې چا ګذار نه دی کړی، د هغوی مراکز په پاکستان کې دي او په سر کې یې د پاکستان استخبارات (ای. اېس. ای) دی،

هر هغه پېښه چې کیږي، ″ای. اېس. ای″ تر اوسه نه دي، چې دا موږ کړي دي، کله یې پړه پر طالبانو اچوي او کله هم په نورو.″


څو کاله پخوا ناامني یوه له هغو جدي ستونزو ګڼل کیده، چې یوازې جنوب او ختیزو سیمې ورسره مخ وې، خو اوس ناامنۍ د شمالي ځینې ولایتونه هم ګواښي.

یو شمیر کتوونکې په دې اند دي، چې که افغان دولت په هېواد کې د امنیت د ټینګولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، نو د شمال او جنوب د ناامنیو د عواملو په یو کیدو ښايي، بیا د ناامنیو مخنیوی لا ډیر ستونزمن شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG