د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د تذکرو پر کاپیانو د سټیکر لګولو په اړه د ځینو سیاسي ګوندونو غبرګونونه!


د تذکرو پر کاپي د سټیکر لګولو په اړه د غبرګونونو په دوام یو شمېر سیاسي ګوندونه او پر انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه انتخاباتي درغلیو ته زمینه برابروي.

د افغانستان نوې ملي جبهه په ټینګار سره وايي چې د ملي یووالي حکومت د شفافو انتخاباتو نیت نه‌لري.

د دې جبهي مشر انوارالحق احدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۵» په دې اړه په یوې خبري غونډه کې وویل:

"د افغانستان نوې ملي جبهه یوازې د شفافو انتخاباتو مشروعیت مني، په افغانستان کې له عوامو نیولې تر سیاسیونو پورې زیات اکثریت په دې فکر دي چې حکومت د شفافو انتخاباتو نیت نه‌لري او یو وار بیا په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ لپاره زمینه برابروي، موږ پر خلکو غږ کوو چې د درغلۍ په وړاندې ودرېږي."

انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

نوموړي وویل د دوی په اند د تذکرو د ډیټابېس د نه‌جوړېدو په صورت کې له اصلي تذکرو نه استفاده هم د درغلیو مخه نه‌شي نیولی، نو باید د نفوسو د احوالو ثبت اداره د تذکرو یو منظم ډیټابېس رامنځته کړي تر څو په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې له ارګ نه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له قوله راغلي چې د خلکو د اندېښنو په ځواب کې، دغه کمېسیون پرېکړه کړې چې تر دې وروسته د تذکرو پر کاپي هم د سټیکر لګولو ته اجازه ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څلور غړي د تذکرو پر کاپي د سټیکر له لګولو سره مخالفت لري او دا کړنه غیر قانوني یادوي.

د کمېسیون دغو غړو ویلي چې په دې اړه پرېکړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس په یوازیتوب له ولسمشر سره کړې ده.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم پر دې مسئله تاوده بحثونه وشول او د تذکرو پر کاپي سټیکر لګول‌يې درغلۍ ته لاره هوارول وبلل.

له دې وړاندې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو هم د تذکرو پر کاپیانو د سټیکرونو پر نصبولو اندېښنه ښودلې او ویلي يې وو چې د دغه اقدام پر بنسټ یو کس کولای شي چې په څو بېلابېلو مرکزونو کې ځان ثبت او د انتخاباتو په ورځ څو ځلې رأیه وکاروي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

خو د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تذکرو په کاپي د سټیکر لګولو پرېکړه له سیاسي ګوندونو او دیني عالمانو سره په مشوره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ «فیفا» د انتخاباتو د نوم لیکنې د بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ رئیس یوسف رشید د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"حکومت او د انتخاباتو کمېسیون ته دا پیغام ورکوم چې پروسه باید د لنډې مودې لپاره ودرول شي او باید په څو موضوعاتو تمرکز وشي، اول باید معلوماتي بانک جوړ شي ترڅو د درغلیو مخه ونیول شي، دوهم کمېسیون باید پر اصلي او کاپي تذکرو د سټیکر لګولو مسئله فیصله کړي او بله خبره دا ده چې په ولسوالیو او کلیو کې د نوم لیکنې د مرکزونو بیا ځلې څېړنه باید وشي."

د ده په خبره په دې سره به کمېسیون وتوانېږي چې په ځیرکتیا او د خلکو د باور په خپلولو سره د انتخاباتو په لور ولاړ شي.

د نوموړي په خبره د دغه بهیر ځنډېدل به د انتخاباتو د ترسره کېدو پر نېټې چې د روان لمریز کال د میزان میاشتې پر ۲۸مه ده اغېز ونه‌کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG