د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

د افغانستان په ښوونځیو کې فارغانو ته د برښنايي شهادت نامو وېش پیل شو


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ښوونځیو د فارغانو لپاره د برښنايي شهادت نامو د وېش لړۍ پیل شوه.

په افغانستان کې د برښنايي شهادت نامو د وېش لړۍ داسې مهال پیل شوې چې دامهال د هېواد په اکثرو ادارو کې سیستم پخوانی او غیر کمپیوټري دی چې د فساد مجودیت او بېلابېلو نورو ستونزو ته یې لار هواره کړې ده.

خو د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادت نامو رئیس محمد اسماعیل خطاب د شنبې په ورځ په دې اړه د یوې جوړې شوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، د نوې کمپیوټري ټکنالوژۍ په وسيله به، تر ډېره د کاغذ پرانیو او د وخت ضایع کېدو مخه ونېول شي.

نوموړي د دغه نوي سیستم د جوړېدو په تړاو وویل:

"مونږ مخکې له مخکې کاغذونه اخیستي دي چې درې لکه زده کوونکي فارغ لرو، د دوی لپاره مو ضروري لوازم ځای پرځای کړي، اوس لپاره پرنټ یوازې مرکزي کېږي او امکانات محدود دي، خو هڅه کوو چې ټولو ولایتونو ته دا پروسه وغځوو،سیستم ته به معلومات داخلېږي او پروسه ساده کوو، ترڅو د زده کوونکو وخت ضایع نه شي."

په دغې نوې پروسه کې د نتایجو سکن کول، سیستم ته د زده کوونکو د کلنیو نمرو داخلول، په درېیو پړاونو کې سیستم ته د داخلو شویو معلوماتو تأییدول، په ځانګړو امنیتي رمزونو سمبال کاغذ کې په چټک او منظم ډول د شهادت نامو چاپول شامل دي.

دغه شان په نويو شهادت نامو کې د ثبت یو ځانګړی کوډ شته چې د هغې په وسېله هره دولتي او غیر دولتي اداره کولای شي چې د زده کوونکي فراغت په انلاین ډول ثبت کړي.

په ورته وخت کې د ښوونځیو یو شمېر فارغان چې د شنبې په ورځ د برښنايي شهادت نامو د اخیستلو لپاره راغلي وو، د یادې پروسې له پیل څخه یې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په کمه موده کې وتوانېدل چې دغه شهادت نامې واخلي.

دوی وایي،

"یلدا امیري یم، له دولسم ټولکي څخه فارغه یم، زه ډېره خوشحاله یم له دې پروسې نه، دا یوه ډېره ساده پروسه وه، نوم لیکنه مو وکړه، تذکره او عکسونه یې واخیستل او څو ورځې وروسته راغلو شهادت نامه مو واخیسته."

“زما نوم محمد مدثر دی او نن د دې ویاړ لرم چې برښنايي شهادت نامه مې واخیسته، دا ډېره شفافه پروسه وه او په کم وخت کې وتوانېدم چې شهادت نامه واخلم، هيله ده چې دا پروسه ولایتونو ته هم وغځېږي."

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي د برښنايي شهادت نامو د پیل پرمهال ډاډ ورکړ چې د دوی نظارتي ټيمونه به په ټولو ولایتونو کې له پروسې څارنه کوي او هڅه یې داده چې څو پروسه په پوره شفافیت مخ ته ولاړه شي.

مخکې تر دې د دولسم ټولګیو ډېریو فارغانو دوی ته د شهادت نامو په ورکړه کې د اداري فساد او د دغه سند د وېش د پڅ بهیر په اړه انتفادونه کړي وو.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG