د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د "انتخاباتو خپلواک کمېسیون" د ګواښلو په اړه د عبدالله عبدالله خبرداری!


د حکومت اجرائیه رئیس وايي، هېڅ‌څوک دا حق نه‌لري چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وګواښي او د کمېسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان اجرائیه رئیس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړو ته ګواښونه د ولسواکۍ پروسې د پای ته رسېدو په معنی یادوي او ټينګار کوي چې هېڅ‌څوک د دغه کمېسیون د ګواښلو حق نه‌لري.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۴» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو کارونو کې خپلواکه دی او په کمېسیون فشار راوړل سم کار نه‌دی.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وګواښي، دا به د ولسواکۍ پروسې د پای ټکی وي، د کمېسیون غړي شکایت لري چې تر ګواښ او تر فشار لاندې مسایل ورباندې تحمیلېږي، هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي."

ښاغلي عبدالله وویل، کمېسیون د انتخاباتو د شفافیت مسؤلیت لري، په دې برخه کې د کمېسیون ټول غړي باید په ګډه پرېکړه ونیسي، خو اجرائیه رئیس په مشخص ډول ونه‌ویل چې د کمېسیون مسؤلین د چا له‌خوا ګواښل کېږي.

اجرائیه رئیس همدارنګه د تذکرو پر کاپي د سټیکر لګولو موضوع ته په اشارې وویل، دغه مسئله باید پر کمېسیون د فشار په معنی نه‌وي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د راپورونو پر اساس، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څلور غړي د تذکرو پر کاپي د سټیکر له لګولو سره مخالفت کوي او دا کړنه غیر قانوني یادوي.

دوی وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس له ولسمشر سره په دې برخه کې په یوازې توګه تصمیم نیولی دی.

دوی وايي، د انتخاباتو د قانون پر اساس، دغه کمېسیون نه‌شي کولای چې د انتخاباتو په جریان کې د انتخاباتو اړوند طرزالعملونه تعدیل کړي.

په همدې حال کې ولسي جرګې هم د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د تذکرو پر کاپي د سټیکر لګول تقلب ته د لارې هوارولو په معنی یاده کړه او دا ناسم کار ګڼي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د تذکرو پر کاپي د سټیګر لګولو مسئله په لومړي ځل د اجرائیه رئیس له‌خوا یاده شوه او مسؤل چارواکي باید په خپلو څرګندونو کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

محمد هارون چخانسوري
محمد هارون چخانسوري

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دې اړه وویل:

"زموږ غوښتنه له هغو چارواکو چې په پرېکړو کې شریک دي، دا ده چې باید د خپلو څرګندونو پر مهال ملي ګټې په پام کې ونیسي او د شریکو پرېکړو هرکلی او هغه تأييد کړي، نه دا چې د خلکو پر ذهنونو کې بې‌ځایه تشویشونه واچوي او په هغه جلسه کې چې د ولسمشر د سیاسي حزبونو له نماینده‌ګانو، علماوو او نورو سره لرله، دا مسئله مطرح شوه او د یوې تخنیکي کمېټې له‌خوا کمېسیون ته وړاندیز شوه او ومنل شوه."

ښاغلي چخانسوري د جمهوري ریاست له لوري د کمېشنرانو تهديد رد کړ او ټینګار يې وکړ چې که کمېشنران تشویش لري، له خلکو سره دې شریک کړي.

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم ټینګار کوي چې حکومت باید د امنیت د تینګښت تر څنګ، د انتخاباتي پروسو د ښه پر مخ وړلو په هدف، له کمېسیون سره همکاري وکړي او د کمېسیون په کارونو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG