د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د برښنايي تذکرو د وېش په اړه د ولسي جرګې د غړیو بېلابېل غبرګونونه


په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو وېش د ولسي جرګې د غړیو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي د تذکرو وېش غیر قانوني، تقلب او د هویت جعل یادوي او د دې لړۍ پر درېدو ټينګار کوي خو یوشمېر نورو بیا له دې بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډه تر ډېره همدې مسئلې ته ځانګړې وه.

د دغو وکیلانو له ډلې عبداللطیف پدرام وویل:

عبداللطیف پدرام
عبداللطیف پدرام

"له شک پرته، کوم کار چې ښاغلي غني وکړ، دا د افغانستان د خلکو د هویت جعل دی او دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو لوی تقلب دی."

د ښاغلي پدرام له دغو څرګندونو وروسته د ولسي جرګې غړیو بېلابېل غبرګون وښود.

د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرحیم ایوبي وویل چې ښاغلی پدرام باید دا واضح کړي چې دوی هغه خراسان غواړي چې دامهال یې داعش غوښتونکی دی؟

ایوبي وویل:

"موږ له داعش سره په جګړه کې یو چې خراسان غواړي نو زما له پدرام نه غوښتنه ده چې ته هم هغه خراسان غواړي چې داعش یې غواړي که بل خراسان غواړي، اخر دا ملت څوک دی."

له بلي خوا د ولسي جرګې بل غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست بیا وویل چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس هغه کسان چې ځان افغان نه ګڼي باید د ولسي جرګې له څوکۍ یې غړیتوب سلب شي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږی چې دوې ورځې وړاندې په افغانستان کې رسماً د بریښنایي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه او ولسمشر محمد اشرف غني لومړنۍ بریښنایي​ تذکره واخیستله.

دولسي جرګې یوشمېر غړیو بیا د جرګې پر رئیس انتقاد وکړ چې ګني بریښنايي تذکره یې اخیستې، خو د جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په خپلو لنډو خبرو کې په دې اړه داسې وویل:

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

"د ا د افغانستان د ملت لوی کور دی، تاسې د دې حق نه لری چې راته وویاست ولې لاړې او الکترونیکي تذکره دې واخیسته دا زما حق و لاړم خپله تذکره مې واخیسته."

تر دې وړاندې د حکومت اجرائیه رئیس هم له دې پروسې سره مخالفت څرګند کړی او نامشروع یې بللې ده.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې دغه بهیر به له ځنډ پرته دوام وکړي.

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې هم ویلي چې دوی به د تذکرو وېش ته دوام ورکړي او په وینا یې چې د حکومت د مشرانو ترمنځ روان اختلاف به د برېښنايي تذکرو د وېش پر بهیر اغېز ونه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG