د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

په افغانستان کې به د امریکا ستراتيژي څه وخت ګټوره تمامه شي؟


د افغانستان د امنیت د ښه‌والي او د دې هېواد د سیاسي ثبات ټينګول د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ اساسي اهداف بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر تېر کال په اګسټ کې خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

د امریکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان امنیت به ښه شي او د افغانانو د ژوند پر ټولو اړخونو به‌یې مثبت اغېز ولیدل شي.

  • خو تقریباً نهه میاشتې وروسته، ایا امنیت ښه شوی؟

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې وسله‌وال طالبان ظاهراً له سولې سره علاقه نه‌لري، د افغانانو قتل عام روان دی او دی د حکومت د یوه مشر په توګه روان وضعیت د شرم وړ ګڼي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وویل:

"د خلکو قتل عام روان دی، ایا موږ د افغانستان خلکو ته تعهد لرو که نه؟ څوک مسؤل دی؟"

د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله، د روان میلادي کال د پیل په درېیو میاشتو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۶۳ تنه ملکي وګړي په جګړه کې وژل شوي دي.

د دې راپور په حواله، د جنورۍ له میاشتې د مارچ تر میاشتې ۱۴۹۵ تنه زخمیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د اپرېل په ۲۵مه د خپلو تازه عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

له هغې راهیسې، تقریباً هره ورځ په کابل او ولایتونو کې خونړۍ چاودنې، حملې او وسله‌والې نښتې کېږي چې اکثر قربانیان‌یې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي وګړي دي.

وروستۍ حمله په جلال‌اباد ښار کې د مستوفيت پر دفتر وشوه چې د چارواکو په وینا، ۱۰ تنه په‌کې ووژل شول او تر ۴۰ زیات کسان په‌کې زخمیان شول.

د جرمني خبري اژانس په حواله، په فراه کې د جمعې په ورځ د امنیتي ځواکونو ۴۱ غړي د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوي او زیات شمېر زخمیان شوي وو.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېټې غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل چې لږ تر لږه د کابل ښار امنیت هم د ډاډ وړ نه‌دی او خلک ورځ په ورځ پر امنیتي ځواکونو او حکومت زیات بې‌باوره کېږي.

په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو او د امنیت د خرابېدو یو دلیل د دولت په مشرتابه کې اختلافات بلل کېږي.

صالح محمد صالح وویل، د حالاتو د بدلون لپاره باید سیاسي مشران خپلې ناندرۍ یوه خوا پرېږدي او د ټولو د ګټې لپاره کار وکړي.

صالح محمد صالح زیاته کړه:

"دا حالت که په دې رقم وي، د خلکو یو لوی مشکل، لوی تشویش دی چې ورځ په ورځ زیاتېږي."

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ یوه اساسي برخه دا ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونه پر ځان ډېره اتکا پیدا کړي.

پر دې اساس، په افغانستان کې مېشت امریکايي سلاکاران د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې د پروګرامونو چټکولو، د هغوی ښه تجهیز، د هوايي ځواک پیاوړي کول او د سپېشل فورس ځواکونو روزلو ته اولویت ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په وروستیو کې د کانګرس استماعیه غونډې ته په وینا کې ومنله چې په افغانستان کې جګړې شدت موندلی او د وسله‌والو طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې زیاتې شوي، خو ویې‌ویل چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي او د نړیوالو سلاکارانو په مشوره د وسله‌والو طالبانو پر ضد جنګېږي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تېره اوونۍ په تاجکستان کې د افغانستان پر امنیت خبریالانو ته وویل چې وسله‌وال طالبان په جګړه کې میدان نه‌شي ګټلی او د نوې ستراتېژۍ پر اساس، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ښه روزنه‌یې ټینګار وکړ.

جوزف ووټل
جوزف ووټل

جنرال جوزف ووټل وایي:

"د پوځي فشار د زیاتولو لپاره، موږ هڅه کوو چې د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس شمېر دوه برابره او د افغانستان د هوايي ځواک شمېر درې برابره زیات کړو، موږ د مخدره موادو د قاچاق پر لارو هم حملې کوو، څو د وسله‌والو طالبانو مالي سرچینې بندې شي، موږ به پر وسله‌والو طالبانو د جګړې په ډګر کې د فشار تر څنګ، ټولنیز او سیاسي فشارونه هم زیاتوو، څو هغوی مجبور شي چې له حکومت سره خبرو ته غاړه کېږدي او د افغانستان د ولسمشر د سولې سخاوتمندانه وړاندیز ومني."

خو یو شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې د افغانستان په جګړه کې د ځينو بهرنیو استخباراتي ډلو او حکومتونو لاس، د جګړې بعدونه زیات کړي دي.

د سیاسي چارو څارونکی باري عارض وايي، نړیواله ټولنه چې د امریکا متحده ایالات‌يې په سر کې دی، باید د ډېرو خبرو پر ځای، زیات عمل وکړي او له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې بوج چې پر افغانانو پروت دی، راسره پورته کړي.

باري عارض
باري عارض

باري عارض وویل:

"نړیوال ځواکونه باید د نړیوال ترورېزم پر ضد په مبارزه کې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي."

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د مې میاشتې په اتمه د افغانستان په اړه په يوه راپور کې وویل چې پر ملکي افغانانو د حملو له زیاتېدو سره د افغانستان خلک په بې‌ساري ډول په کمزوري حالت کې دي او ډېر یې ابتدايي مرستو ته اړتیا لري.

د بشري حقونو د څارنې سازمان راپور په ۴۹ پاڼو کې خپور شوی او وايي چې پر ملکي وګړو د وسله‌والو حملو له زیاتېدو سره، افغانانو ته د امن هېڅ ځای پاتې نه‌دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشران د روانې سیاسي بې‌ثباتۍ پړه پر یوه او بل وراچوي، د افغانستان پر ثبات او امنیت د امریکا د ستراتېژۍ اغېز سملاسي ډېر څرګند نه‌لیدل کېږي، خو وبه کتل شي چې په اوږدمهال کې د افغانستان د امنیت او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره څومره مؤثریت لري؟

XS
SM
MD
LG