د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

انتظار خادم: د وضعيت په خرابېدو کې د حکومت دواړه لوري مسؤل دي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د امنیت له خرابېدو شکایت وکړ او ویې‌ویل چې د افغانانو لومړتیوب امنیت دی، خو حکومت په نورو کارونو ځان مصروف کړی دی.

ښاغلي عبدالله وویل، په وروستیو ورځو کې هره ورځ تلفات لرو، خو د ده په وینا په وړاندې یې د اعلی سرقوماندانۍ یا د ملي امنیت شورا د کومې غونډې شاهدان نه‌یوو.

خو د افغان څېړونکي انتظار خادم په باور، افغان اجرائیه رئيس عبدالله د ملي یووالي د حکومت ۵۰ سلنه شریک دی او په دې ډول څرګندونو غواړي چې له خپلې برخې مسؤلیت څخه اوږې سپکې کړي.

هغه وايي، افغان چارواکي باید د مسؤلیت منلو له اصله د وتلو هڅه ونه‌کړي، بلکې مسؤلیت ومني او خلکو ته له ستونزو د وتلو لارې وښيي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG