د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د کندهار سناتوران: د ټاکنیزو موادو نشتوالي په دغه ولایت کې نوم لیکنه درولې


د انتخاباتو د نوم لیکنې د پروسې په وړاندې امنیتي ستونزې، په دغې پروسه کې د خلکو د کمې ونډې اخیستنې او پر تذکرو د سټيکر لګولو پر انتقاد سربېره اوس په مشرانو جرګه کې د کندهار سناتوران انتقاد کوي چې د دغه ولایت د نوم لیکنې مرکزونه د انتخاباتي موادو له کمښت سره مخ دي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸» په عمومي غونډه کې د کندهار یوه سناتور رحمت‌الله اچکزي وویل چې د دې ولایت د انتخاباتو د نوم لیکنې د پروسې په مرکزونو کې انتخاباتي مواد نه‌شته او په زیاتره سیمو کې دغه پروسه درېدلې ده.

د نوم لیکنې مرکز
د نوم لیکنې مرکز

نوموړي زیاته کړه:

"هغه انتخاباتي مواد چې کندهار ته استول شوي وو، په بشپړ ډول خلاص شوي دي. د نوم لیکنې په زیاتره مرکزونو کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د نوم لیکنې پروسه درېدلې ده او اوس چې وخت هم کم پاتې دی، نو زموږ غوښتنه دا ده چې کمېسیون باید دې ولایت ته مواد واستوي."

په ورته وخت کې د کندهار د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال هم د دغه مسئلې په تأیيد سره وايي چې په دې ولایت کې د نوم لیکنې د مراجعینو شمېر زیات دی، خو په مرکزونو کې کافي مواد وجود نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"مواد څلور پنځه ورځې وړاندې خلاص شوي دي، دوی «د انتخاباتو خپلواک کمېسیون» کم مواد استوي چې کار پرې نه‌کېږي، کندهار لوی ولایت دی او زیات نفوس لري."

دی وايي چې دوی د نوم لیکنې د پروسې په اړه خلکو ته زیات عامه پوهای ورکړی او خلک هم ډله ډله د نوم لیکنې مرکزونو ته مراجعه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پروسه د روان لمریز کال د حمل په ۲۵مه نېټه پیل کړې او د روانې ثور میاشتې تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

د کندهار د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس هاشم دراني که څه هم یاده ستونزه مني، خو وايي چې دوی د دې ستونزې د حل په هدف اقدام کړی دی.

د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز
د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز

نوموړي زیاته کړه:

"له تېرې شنبې ورځې راپه دېخوا موږ د ولسوالیو له انتخاباتي موادو څخه ګټه اخیستنه پیل کړې ده، خو اوس پر دې کار کوو چې مرکزي دفتر ته وړاندیز وکړو ترڅو موږ ته نور مواد راواستوي ځکه کوم انتخاباتي مواد چې د ولسوالیو لپاره وو موږ ترې د کندهار په ښار کې ګټه واخیسته او دا هم د خلاصېدو په حال کې دي، خو ولې اوس دغه پروسه په عادي ډول پر مخ روانه ده."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس تر دې دمه د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې په هدف په ټول هېواد کې نږدې ۱۳ لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د نوم لیکنې د پروسې په مرکزونو کې د انتخاباتي موادو کمښت یوه جدي ستونزه یاده کړه او ویې‌ویل چې که دغه ستونزې ته جدي پاملرنه ونه‌شي، نو دغه ډول ستونزې د انتخاباتو پر ټوله پروسه منفي تأثیرات لرلای شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG