د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

ملي ارمان: د اندونیزیا غونډه له افغان سولې سره مرسته نه‌شي کولای


د کابل ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو تر څنګ په اندونیزیا کې د افغان سولې په اړه پر جوړېدونکې غونډې او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پر بهیر لیکنې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي، که څه هم د افغان سولې په اړه د اندونیزیا غونډه چې په‌کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان برخه اخلي د جمعې په ورځ جوړېږي، خو طالبانو سر له اوسه افغان دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی چې په دې غونډه کې دې برخه نه‌اخلي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په غونډه کې به پاکستاني ملایان هم تر ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر مشروعیت خبرې وکړي او د دې ناولې جګړې پر دوام ټینګار وکړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، که افغان او اندونیزیایي دیني عالمان د پاکستان ملایان مات هم کړي او په افغانستان کې روانه جګړه فساد وبولي، خو طالبانو د غونډې په اړه د خپل دریځ په اعلانولو سره دا وښودله چې د غونډې پایلې که هر څه وي، دوی ته د منلو نه‌دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د اندونیزیا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې کومه مرسته نه‌شي کولای او دا ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه له دیني عالمانو سره کوم تړاو نه‌لري، بلکې دا جګړه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د اهدافو لپاره پیل شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي، تر هغو چې د دغو هېوادونو اهداف ترلاسه نه‌شي دا جګړه به همدا شان دوام وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي، طالبان چې په افغانستان کې د جګړې یو اصلي لوری دی، حاضر نه‌دي چې له افغان دولت سره خبرو ته کېني او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا دا ډله تر ډېره په دې باور ده چې ممکن د حکومت پر وړاندې په جګړه کې برلاسی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي، تر هغو چې پاکستان، طالبان او امریکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نه‌شي، د جګړې د اور خاموشه کېدل به ګران وي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې امریکایي څېړونکو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتېژۍ انتقاد کړی او لیکلي دي چې دې ستراتېژۍ د جګړې په جغرافیه کې کوم بدلون نه‌دی راوستلی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکایي څېړونکو یو اساسي انتقاد دا دی چې دې ستراتېژۍ د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد په تګلاره کې هم کوم بدلون نه‌دی راوستلی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې امریکایي څېړونکو په خپل یو راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی لیکلي دي چې په روان کال کې به په افغانستان کې وضعه د پخوا په څېر خرابه وي او افغان ځواکونه به تر ډېره د طالبانو تر فشار لاندې وي.

  • د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر بیا هم د کابل ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي چې په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه‌یې بېلابېلې تبصرې کړې دي.
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغان ملت باید په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.

ورځپاڼې وړاندې په کابل او خوست کې د نوم لیکنې پر مرکزونو حملو ته په اشارې د ښاغلي غني په حواله لیکلي دي چې د نوم لیکنې پر مرکزونو حملې د افغانستان پر خپلواکۍ، ولسواکۍ او ازادۍ حملې دي او د افغانستان دښمنان غواړي چې د دې حملو په وسیله په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کلونو بې‌ثباتۍ ته دوام ورکړي.

خو ورځپاڼې په خپلې سرلیکنه کې د ښاغلي غني دا هوډ راخیستی دی چې ویلي دي، دا ډول حملې د انتخاباتو مخه نه‌شي نیولی، انتخابات ملي بهیر دی او انتخابات به هرو مرو کېږي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د نوم لیکنې پر مرکزونو د حملو په اړه د ولسمشر اشرف غني څرګندونې راخیستې دي او لیکلي یې دي چې ښاغلي غني د نوم لیکنې پر مرکزونو حملې پر ولسواکۍ حملې بللې دي.

خو ورځپاڼې لیکلي دي چې له دې حملو سره سره ولسمشر وویل چې د ولسي جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او جمهوري ریاست انتخابات به پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر دا هم وویل چې هر هغه څوک چې انتخابات ګډوډوي په حقیقت کې په هېواد کې د ثبات د ګډوډولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG