د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

نن رسماً په ټول افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو


نن رسماً په ټول افغانستان کې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شو.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په کابل کې د رای ورکونکو د نوم لیکنې یوه مرکز ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه.

ښاغلي عبدالله له نوم لیکنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې د نوم لیکنې نېږدې مرکزونو ته ورشي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

عبدالله عبدالله یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د ملي یووالي حکومت مشران بیا د انتخاباتي کمېسیونو په چارو کې مداخله ونه کړي.

د عبدالله په باور که څه هم د نوم لیکنې لړۍ په ځنډ پیل شوه خو بیا هم د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه لوی ګام دی.

اجرائيه رئیس همدا راز وویل چې د هېواد امنیتي وضعیت لاهم د انتخاباتو پر وړاندې لویه ننګه ده خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

  • پخواني معلومات

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره نن شنبه د هېواد په ټولو ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه رسماً پيلېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په ٣۴ ولايتونو کې به د نوم ليکنې څه کم ١۵٠٠ مرکزونه پرانيستي وي.

د دغه کمېسيون يوه مرستيال معاذ الله دولتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې رايه ورکوونکي د خپلو تذکرو له مخې ثبتېږي.

د تېرو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر.
د تېرو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر.

نوموړي زیاته کړه:

"مهمه ده چې خلک د تابعيت تذکرې له ځان سره ولري چې د رايې ورکولو شرايط په کې واضح دي چې د افغانستان تابعيت ولري او ١٨ کلنۍ ته رسېدلى وي، په ټول افغانستان کې به ١٤١٩ مرکزونه پرانيستي وي، له ټولو هېوادوالو هيله کوم چې خپل نومونه ثبت کړي چې د رايې پر شرايطو د برابرو کسانو صاف او منظم ليست ولرو."

ښاغلي دولتي وويل چې د نوم ليکنې پروسه په دوو پړاوونو کې اول په ښارونو، بيا په ولسواليو او کليو کې ترسره کېږي چې هره پروسه، يوه مياشت وخت نيسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مرستيال په خبره د نوم ثبتولو پروسې د پرمخ بېولو لپاره څه باندې ١٠زره نور کسان ګمارل شوي دي.

ده هيله وښوده چې دغه پروسه به له کوم امنيتي خطر پرته په ټول هېواد کې عملي شي.

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د نوم ليکنې د مرکزونو د امن لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د دفاع وزارت سرپرست وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"د دې لپاره چې وکړاى شو هېوادوالو ته د انتخاباتو شرايط برابر کړو، د جمعې په ورځ مو په هغو سيمو کې چې لوړ امنيتي تهديدات په کې وو جنګي عمليات زيات کړل."

تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مشرتابه په حضور کې د ټولو ولايتونو له واليانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې د پروسې پيل، د انتخاباتو د ملي پروسې د شفافيت لپاره مهم بللى دى.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو دغه انتخابات به چې څو څو وارې يې نېټه ځنډول شوې، د تلې يا مېزان پر٢٨مه وشي.

XS
SM
MD
LG