د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د انتخاباتو کمېسیون: انتخابات د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۶مه نه‎شي کېدای


په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه انتخابات د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۶مه نېټه نه‎شي ترسره کېدای.

د دغه کمېسیون مرستیال معاذ‎الله دولتي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په احتمالي ډول راتلونکي انتخابات به له خپلې ټاکلې مودې نه په یوه میاشت ځنډ ترسره شي.

نوموړی وايي، دوی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په نوي مهالوېش کار پیل کړی دی.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:

"طبیعي ده چې یوه اندازه وخت مو له لاسه ورکړی، ښايي نېټه متأثره شي، نو له همدې امله په نوې واقعي نېټې باندې کار روان دی چې ژر به له خلکو سره شریکه شي او په احتمالي ډول چې دوه یا یوه نیمه میاشت به وځنډېږي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د بایومټریک بهیر جنجالي کېدل، په حکومت کې بېروکراسي، د نوم لیکنې په بهیر او د دغه کمېسیون د یو غړي په انتخاب کې ځنډ یاد کړل، په خپل وخت د انتخاباتو د نه تر سره کېدو عمده لاملونه ګني.

ښاغلی دولتي زیاتوي، ناامني د انتخاباتو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د ۱۶مې دورې د اتم کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په ټاکلي وخت د جمهوري ریاست او د ولسي جرګې انتخابات ترسره کېدل یو حتمي او نه په شا کېدونکی امر دی.

د نوموړي په خبره حکومت د راتلونکو انتخاباتو د بودجې د برابرولو او د امنیت د ټینګښت لپاره چمتو دی.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶مه ټاکلې وه.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار بنسټونه له هغې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وايي، د راتلونکو انتخاباتو ځنډ به نور سیاسي کرکېچونه رامنځته کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هیله ده چې نوې نېټه هم بدله نه‎شي، دوهم دا چې باید له انتخاباتو مخکې کارونه عملي شي، موږ دې ته اندېښمن یو چې کارونه په مېز پاتې نه‎شي او درېیم دا چې یو باور رامنځته کړو، ځکه سیاستوال او ټولنه په انتخاباتو بې‌باوره شوي دي."

ښاغلی رشید وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم اغېزمنه کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې کمېسیون باید د کوچنیو مسایلو پر ځای د انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف د سترو او مهمو پلانونو جوړولو ته پام واړوي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG