د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د انتخاباتو کمېسیون: پر تذکرو د سټیکر لګولو د اندېښنو په تړاو بحثونه پیل شوي


ارشیف
ارشیف

په ناامنو سیمو کې د تابعیت پر تذکرو د سټیکر لګولو او په دې تړاو د خلکو له اندېښنو وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هڅې روانې دي چې دغه ستونزه هواره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د تابعیت پر تذکرو د سټیکر لګولو په تړاو د خلکو د اندېښنو لیرې کولو لپاره تخنیکي بحثونه پیل شوي دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي د دوشنبې په ورځ په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دغه وړاندیزونه موږ ته رسېدلي، غیر رسمي بحث پرې شوی، خو د دې لپاره چې بهیر زیانمن نه‎شي او تقلب ته لار هواره نه‎شي، کمېسیون له تخنیکي ټيم سره بحثونه پیل کړي، څو وتوانېږي چې یوه معقوله لار پیدا کړي او د خلکو ستونزې هوارې شي."

سید حفیظ‎الله هاشمي
سید حفیظ‎الله هاشمي

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د بهیر له پیل وروسته په ملي شورا کې د خلکو یو شمېر استازو، مدني فعالانو او عامو خلکو په ناامنو سیمو کې پر تذکرو د سټیکر لګول یوه جدي ستونزه بللې وه.

یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د لوګر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خلک د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا له امنیتي ستونزو سره مخ شوي او له همدې امله د رأی ورکوونکو په مرکزونو کې نوم لیکونکي ډېر کم تر سترګو کېږي.

د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د بهیر له پیل درې اوونۍ وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه له یو میلیون نه ډېرو کسانو نوم‎لیکنه کړې، هغه شمېر چې کارپوهان‌یې ډېر کم بولي.

د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې په مرکزونو کې د خلکو د کمرنګه حضور یو لامل امنیتي ګواښونه، حملې او چاودنې دي چې د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا ترسره کېږي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ویلي، د دې احتمال شته چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې پروسه وغځول شي.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د کابل په دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش پر مرکز حمله او په خوست کې د نوم‎لیکنې په یوه مرکز کې چاودنه له دغو ګواښونو شمېرل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټينګښت لپاره جدي کار کوي.

نجیب دانش
نجیب دانش

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش په‎دې اړه وویل:

"موږ د ټولو مرکزونو د امنیت د ټينګښت لپاره ځواکونه مؤظف کړي دي، څو د امنیت د ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وکړي، په خواشنیۍ سره چې دښمن په تخریبي اعمالو لاس پورې کوي، خو بشپړه هڅه کېږي چې د دغو فعالیتونو ونیول شي."

په همدې حال کې افغان کارپوه یونس فکور بیا د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت نه‌خوندیتوب او په نوم‎لیکنه کې د خلکو کمرنګه حضور د اندېښنې وړ بولي.

نوموړي وویل، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او په ځانګړي ډول امنیتي ارګانونه د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت لپاره د پلان له مخې عمل ونه‎کړي، ښايي دغه بهیر له جدي ستونزو سره مخ او انتخابات هم په خپل وخت ترسره نه‎شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ورځ د روان لمریز کال د میزان میاشتې ۲۸ مه نېټه اعلان کړې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG