د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د ښوونځیو د امنیت په اړه د افغانستان د پوهنې وزارت اندېښنه


د افغانستان پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنه ښيي.

دغه وزارت وايي، په ښوونځیو کې يې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه یې خپله اندېښنه د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.

د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، که په ښوونځیو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې فعاله مرکزونه پوهنیز بهیر له خنډ او ستونزو سره مخ کړي، نو دوی به په دې اړه پرېکړه وکړي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

دی وایي:

"که زموږ د ښوونځیو امنیت له ستونزو سره مخ کېږي، نو د پوهنې وزارت دا حق لري چې په شوې هوکړه له سره کتنه وکړي، خدای دې وکړي چې دا حالت ډېر خراب نشي، اوس هم موږ هر څه څارو چې که وضعیت خرابېږي، نو د پوهنې وزارت اړ دی چې خپله پرېکړه وکړي."

ښاغلی حقمل وايي، په دې برخه کې د ولسمشر حکم دا دی چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د نوم ‌لیکنې اکثره مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شوي چې دې مسئلې خلک خورا زیات اندېښمن کړي دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل د دشت‎ برچي سیمې په یوه ښوونځي کې چې د رأیې ورکولو مرکز په ‎کې و، په یوه انتحاري حمله کې ۶۰ کسان ووژل شول او نېږدې ۱۳۰ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د نومونو د ثبت او د تذکرو د وېش پر مرکزونو د حملو دوام په را روانو ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت پر مرکز وروستۍ حمله څو ورځې وړاندې په جلال‎اباد کې وشوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې او تذکرو د وېش د مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او په دې اړه د جدي هڅو خبره کوي.

نجیب دانش
نجیب دانش

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ په پوره توان سره هڅه کوو چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې او تذکزو د وېش د مرکزونو امنیت ټينګ کړو، څو دښمن ونه توانېږي چې حملې وکړي، په دې برخه کې موږ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه، د پوهنې وزارت همکاري غواړو."

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۸مه په پام کې دي.

په ورته وخت کې د پوهنیزو چارو کارپوه صدیق پتمن وايي، که د افغانستان پوهنیز بهیر د امنیتي او انتخاباتي مسایلو له امله اغېزمن شي، نو د هېواد راتلونکی به له ننګونو سره مخ وي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG