د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

اشرف غني: د ټاکنو د نوم‎لیکنې د مرکزونو امنیت ته دې جدي پام وشي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خوست کې د ټاکنو د نوم‎لیکنې پر مرکز برید غندلی او امنیتي ارګانونو ته‌یې امر کړی چې د دې پروسې امنیت په جدي توګه ونیسي.

ولسمشر اشرف غني دا خبره په هغې اعلامیه کې کړې چې د خوست د پرونۍ بمي چاودنې د غندلو لپاره‌یې ورکړې ده.

ولسمشر غني ویلي چې په خوست کې د انتخاباتو لپاره په نوم‎لیکونکو باندې پرونۍ بمي چاودنه په ولسواکۍ، مدني حقونو او فردي ازادیو د خلکو باور او د ټاکنو په ملي بهیر کې د هغوی ګډون نه‎شي کمزوری کولای.

د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې پرون پر یعقوبیو جومات بمي برید وشو چې په‎کې د انتخاباتو نوم‎لیکنه هم روانه وه.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په خپله ټویټرپاڼه کې د خوست په دغه جومات او د نوم‎لیکنې په پروسې بمي حمله غندلې ده.

جان بس لیکلي چې دا برید په ډموکراتیکو ارزښتونو او انسانیت برید دی.

د خوست والي حکم خان حبیبي پرون شپه ازادي راډیو ته د دې پېښې د وروستیو جزئیاتو په اړه وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
مستقیم لېنک

"د شهیدانو تعداد تر ۱۷ پورې رسېږي او د ټپيانو تر ۳۳ پورې. ټول دولتي او غیر دولتي ډاکتر صاحبانو څخه هیله دا وه او هدایت دا و چې هغوی روغتونونو ته ځان ورسوي او د مریضانو تداوۍ ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. زموږ امنیتي مسؤلین تر ناوخته په روغتونونو ګرځېدل، د پېښې جدي پلټنه مو هم پيل کړې. موږ ناسته وکړه چې که خدای مه‎کړه راتلونکي کې د داسې بریدونو پلان وي څنګه‌یې مخنیوی وکړو."

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

د خوست والي د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره له چارواکو سره غږېدلی

د خوست والي وویل، سږ کال له پیله وسله‎والو مخالفینو په خوست کې د ورانکاره فعالیتونو اراده درلوده، خو د ده په خبره امنیتي ځواکونو د هغوی ډېر پلانونه شنډ کړي دي.

طالبانو چې له دې مخکې د ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې پر ضد تبلیغات کړي او خلک‌یې منعه کړي، دا وار یې د خوست په دوهمه ناحیه کې د یعقوبیو پر جومات په شوي بمي برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د خوست برید
د خوست برید

دا یوازې خوست نه‎دی چې د نوم‎لیکنې په مرکز یې برید کېږي، بلکې تر دې مخکې په کابل، غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار کې د نوم‎لیکنې پر مرکزونو بمي چاودنې، وسله‎وال بریدونه او انتحاري حملې شوې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت د تأمین لپاره له اړوندو ادارو سره په تماس کې دی، خو د بې‌امنیو په سبب‌یې له ۱۴۹۱ مرکزونو نږدې ۵۰ تړلي دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG