د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات کې د وژل شویو شمېر ۱۷ تنه شو


نن د یکشنبې په ورځ ماسپښین شااوخوا دوه نیمې بجې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د نوم لیکنې مرکز ته نېږدې بمي چاودنه شوې چې لږترلږه ۱۷ ملکي کسان په کې وژل شوي او د یوه سرتېري په ګډون، ۳۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د پېښې په ځای کې د خوست د امنیې قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ازادي راډيو ته وویل چې پېښه د ماسپښین له لمانځه وروسته رامنځته شوه او د دې چاودنې ډيری قربانیان ولسي خلک دي.

د خوست د عامې روغتیا چارواکو وویل چې د خوست ولایتي روغتون او همدارنګه درېیو خصوصي روغتونونو ته په پیل کې د ۱۰ جسدونه وروړل شوي وو، خو ځینو ټپیانو د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه چې په دې سره د وژل شویو شمېر ۱۷ تنه شو او ټپیان ۳۴ تنه دي.

د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل چې په دې پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او یوه بله ښځه ټپې شوې ده.

ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل، په خوست کې د ولایتي روغتون او څلورو نورو خصوصي روغتونو کې چې ټپیان وروړل شوي، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې باید د ټپیانو د وضعیت تر ښه کېدو په روغتونونو کې پاتې شي.

ده دا هم وویل چې اوسمهال په ټوله کې د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

دی وایي، اوسني ارقام يې وروستي دي او له ټولو روغتونونو يې رپوټونه راټول کړي دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

نن ماسپښین شااوخوا دوه نیمې بجې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د نوم لیکنې مرکز ته نېږدې بمي چاودنه وشوه چې لږ تر لږ ۱۰ ملکي کسان په کې وژل شوي او د یوه سرتېري په ګډون، ۲۹ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د پېښې په ځای کې د خوست د امنیې قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ازادي راډيو ته وویل چې پېښه د ماسپښین له لمانځه وروسته رامنځته شوه چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي.

ده وویل چې د پېښې ټپیان يې د خوست حکومتي او نورو خصوصي روغتونو ته لېږدولي دي.

د خوست سرپرست امنیه قوماندان وویل چې په دې پېښه کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په تعقیب يې د امینې قوماندان د رسنیو دفتر د وژل شویو شمېر ۱۰ او د ټپیان شمېر ۲۹ وښوده.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

شېبه وړاندې د خوست د یعقوبیو اډې په جومات کې د نوم لیکنې د مرکز سره چاودنه وشوه.

د خوست یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه، د چاودنې له سیمې څخه د پولیسو په ګاډو او امبولانسونو کې د خوست روغتونونو ته د ټپیانو لېږد دوام لري.

د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات د ښار ختیځ لوري کې دی او په ځانګړي ډول د ماسپښين پر مهال ډېر لمونځ کوونکي لري.

نور جزئیات وروسته...

XS
SM
MD
LG