د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د پوځ د ملي ورځې په مناسبت پوځي رسم ګذشت ته د خبرو پر مهال وویل، ایران به د ګواښونو د مخنیوي لپاره هر راز وسله واخلي یا بهیې ترلاسه کړي، خو هدف مو دا نهدی چې ګاونډیان ووېروو.
حسن روحاني څرګنده کړه چې ایران غواړي له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري.
نوموړی زیاتوي:
"موږ نړۍ ته وایو هره وسله چې زموږ پهکار وي، هغه جوړوو او که لازمه وي چمتو کوو یې. د نورو خبرو ته، موافقې ته او مثبت نظر ته مو انتظار نهدی کړی، نهیې کوو او نه بهیې وکړو."
د ایران ولسمشر زیاته کړه چې خپلو ګاونډیو هېوادونو ته وایو چې د ایران وسلې، تجهیزات، توغندي، ټانکونه او پلانونه د دوی پر ضد نهدي، یوازې د ګواښونو د مخنیوي لپاره دي.
د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د شنبې په سهار په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په تور د سوریې د حکومت پر یو شمېر تأسیساتو چې ایرانیې ملاتړ کوي، د هوا له لارې بریدونه وکړل.
د ایران حکومت وایي، هر راز وسلې چې یې پهکار وي ترلاسه کوو یې.
حسن روحاني وویل، موږ په یوې عادي سیمه کې ژوند نهکوو او وینو چې تېري کوونکو زموږ شااوخوا اډې جوړې کړې دي.
د ایران د ولسمشر په وینا د سیمې د ستونزو د هواري یوازنۍ لار سیاسي خبرې او سولهییزې هلې ځلې دي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني وړاندیز کړی دی چې د بشار الاسد د رژیم د ملاتړ او د ایران د بالیستیک توغندیو په خاطر دې اروپایي ټولنه پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.
لهدې هڅې سره په ورته وخت کې اروپایي ټولنه غواړي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ قناعت ترلاسه کړي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون حفظ کړي.
ټرمپ د دې تړون له اروپایي لاسلیک کوونکو څخه غوښتي دي چې ستونزې یې هوارې کړي.
ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې پر ایران د امریکا د بندیزونو له غځېدو سره به لهدې تړونه ووځي.
سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران سیال بلل کېږي، تهران تورنوي چې د منځني ختیځ د نیولو هڅې کوي.
بل لورته اسرائیل په سوریه کې د خپل سرحد په اوږدو کې د ایران د ځواکونو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړې ده.
په وروستیو کې اسرائیل په سوریه کې د ایراني ځواکونو پر مورچلو هوایي بریدونه هم ترسره کړل.