د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

اناتولي: ۷ زره غیر قانوني افغان کډوال له ترکیې افغانستان ته استول شوي


د افغانستان یو شمېر رسنیو د اناتولي په نوم د یوه ترکي اژانس له قوله لیکلي چې ترکیې ۷۰۰۰ افغان کډوال چې په هغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لرل، په الوتکو کې افغانستان ته استولي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه افغانان په غیر قانوني توګه د ایران له لارې ترکیې ته تللي وو او د ترکیې د پولیسو له‌خوا نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

دغو رسنیو لیکلي ترکي مسؤلینو دغه افغانان په درې اوونیو کې د ترکیې په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي او په نهو پروازونو کې يې افغانستان ته ستانه کړي دي.

خو د افغانستان د کډوالو او کورنیو چارو وزارتونه په دې اړه بې‌خبري ښيي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل:

"د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره په دې برخه کې کومه هوکړه نه‌ده شوې، موږ دغه ارقام او اعداد هم نه‌شو تأییدولی، خو زموږ یو شمېر هېوادوال شته چې په غیر قانوني توګه د ایران له لارې ترکیې ته دننه کېږي او له ترکيې نه د ټرانزیت هېواد په توګه استفاده کوي او ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسوي."

ښاغلي میاخېل وویل چې په دې وروستیو کې افغان پلاوی ترکیې ته تللی چې له ترکي چارواکو سره د نورو موضوع‌ګانو تر څنګ، په ترکیه کې د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وکړي.

رسنیو د ترکیې د اړوندو ارګانونو په حواله لیکلي چې د دغو کډوالو شمېر ۶۸۴۶ ته رسېده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دا لړۍ به روانه وي او په راتلونکي کې به په لسګونه زره نور افغانان چې په غیر قانوني توګه په ترکیه کې اوسېږي، افغانستان ته ستانه کړای شي.

موضوع مو د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړه.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې دوی د کډوالو د راستنولو په برخه کې د ترکیې له حکومت سره هېڅ ډول تفاهمنامه نه‌ده لاسلیک کړې او له دې موضوع خبر نه‌دي.

همدا شان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه موضوع د کډوالو چارو په وزارت پورې مربوطه ګڼي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

دا چې دغه ارګانونه په رښتیا سره له دغې موضوع خبر نه‌دي او که نه‌غواړي چې اطلاعات رسنیو ته ورسېږي، په دې اړه د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه رئيس مجیب خلوتګر وايي:

"اوس چې دوی وايي، په جریان کې نه‌دي او حکومت له دغه خبر څخه ډارېږي او جزئیات نه‌وړاندې کوي، په دې صورت کې د اساسي قانون ۵۰مې مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه سرغړونه کېږي."

ښاغلی خلوتګر په داسې حال کې رسنیو ته د اطلاعاتو پر ورکولو تأکید کوي چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني تېر کال د مطبوعاتو د ازادۍ په لمانځ‌غونډه کې په خپلې یوې وینا کې اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې دولتي ادارې دې رسنیو ته د اطلاعاتو له ورکولو ډډه نه‌کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG