د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم کابل ته را ورسېد


د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم نن په یوه ورځني سفر کابل ته راغی.

ښاغلی ییلدریم به نن لومړی د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او له هغې وروسته به له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي عبدالله او بن علي ییلدریم د خبرو تمرکز به د افغان سولې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي پر مسائلو ورټول وي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترکیې لومړی وزیر نن کابل ته راغی، هغه به لومړی له اجرائیه رئيس سره ناسته ولري او وروسته به د دواړو هېوادونو پلاوي مذاکرات ولري ترهغې وروسته به له جمهور رئیس سره وګوري."

تمه ده چې د ترکیې صدراعظم او اجرائیه رئیس عبدالله نن له غرمې وروسته په یویې مطبوعاتې ناسته کې هم ګډون وکړي.

  • پخواني معلومات

ټاکل شوې چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته ولاړ شي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست تأیید کړه چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم کابل ته ځي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې یوه ورځني سفر کې به ښاغلی ییلدریم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره وګوري.

د ښاغلي فیصل په خبره، د دواړو هېوادونو مشران به د سولې او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي وویل:

"د بحث موضوعات یې د افغانستان او ترکیې تر منځ دهر اړخیزې همکارۍ زیاتوالی دی، ډېر تمرکز به یې پر امنیت، د افغانستان پر سوله او اقتصادي همکارۍ او په فرهنګي بحثونو وي."

د ترکیې د صدراعظم سفر داسې مهال کېږي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په نېږدې ورځو کې به شااوخوا۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال له هغه هېواده بېرته کابل ته ولېږي.

لوېدیځو رسنیو د شنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي چې وایي، دغه کډوال په افغانستان کې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د ۵۹۱ افغان کډوالو د بېرته استولو بهیر بشپړ شوی او امنیتي ځواکونو دغه کسان په ختیځ ولایت ارزروم کې د کډوالو چارو سیمه ییزو مسؤلینو ته سپارلي دي.
د اعلامیې پر اساس، کابل ته د دغو کډوالو تر استول کېدو وروسته به په راتلونکو ورځو کې د ترکیې په نورو ولایتونو کې هم ورته بهیر دوام وکړي.

خو بل لور ته د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، د ترکیې حکومت دا خبره په رسمي ډول له دوی سره نه ده شریکه کړې.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت له ټولو کوربه او ټرانزیټ هېوادونو له خوا له خبرتیا پرته د افغان کډوالو بېرته ایستل د کډوالۍ د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف بولي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

دی وایي:

"فکر نه کوم چې ترکیه په یوازې سر په دومره لوی شمېر کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي، که چېرې دوی په جبري ډول کډوال باسي او د افغان حکومت له تفاهم پرته، دا موږ د نړیوالو کنوانسیونونو څخه سرغړونه بولو."

ښاغلی میاخېل وایي، د اړتیا په صورت کې افغان حکومت حاضر دی چې په دې برخه کې له ترکیې سره خبرې وکړي.

افغان حکومت د کډوالۍ په برخه کې د پاکستان، ایران او نورو اروپایي هېوادونو سره رسمي هوکړه لیکونه لري، خو د ښاغلي میاخېل په خبره، له ترکیې سره داسې کوم رسمي سند نه لري.

روانه اوونۍ د ترکیې رسنیو ویلي وو چې د دغه هېواد په ختیځ کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمېر په بېساري ډول ډېر شوی دی.

د راپورونو له مخې، یوازې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د ترکیې ختیځو ښارونو ته څه باندې ۱۷ زره کډوال ورغلي چې عمده برخه پکې افغانان جوړوي.

دا معلومه نه ده چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم به نن په کابل کې پر همدې موضوع هم رڼا واچوي، که نه.

XS
SM
MD
LG