په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي چې سولې ته د راماتولو لپاره پر طالبانو نظامي، سیاسي او ډیپلوماتیک فشارونه زیاتوي.
جنرال جان نېکلسن دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو د وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هېوادونو له سفيرانو سره یوځای په کندهار کې د ځايي چارواکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن کندهار ته د خپل سفر پر مهال ګواښ وکړ چې د افغان حکومت د قوي موقف لپاره به پر طالبانو د سیاسي او ډيپلوماتيکو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونه هم زیات کړي.
د نېکلسن په خبره د سولې راوستلو لپاره باید پر پاکستان ډیپلوماتیک فشار راشي، څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
جنرال جان نېکلسن د افغان حکومت لهخوا طالبانو ته د سولې وړاندیز او له هلمند څخه د راپورته شوي د سولې د ولسي حرکت ملاتړ وکړ.
نوموړی وايي:
"موږ خپل پوځي فشارونه پر دښمن زیاتوو او خپلو بریدونو ته به تر هغه وخته دوام ورکوو چې دوی د سولې خبرو لپاره مجبور شي. موږ دا کار د دې لپاره کوو چې افغان حکومت له یوه قوي موقف څخه د سولې خبرې مخ ته یوسي."
په دغې غونډه کې چې د امریکا، کاناډا، ډنمارک، اسټرالیا او هندوستان سفیران هم حاضر وو، د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د دې ولایت د پوهنې، برښنا او نورو برخو کې د ستونزو او پرمختګونو یادونه وکړه.
والي د دغه هېوادونو د سفیرانو څخه په یادو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د کندهار د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم په دې ولایت کې د رأی ورکوونکو د مرکزونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د نوملیکنې روانه پروسه ډېره پیچلې وبلله او ويېویل چې د دوو میاشتو په موده کې خلک نهشي کولای چې د رأی لپاره نوملیکنه وکړي.
په دغې غونډه کې د امنیتي مسایلو تر څنګ د سولې او دغهراز د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو ټاکنو په برخه کې د کندهار د دیني عالمانو او قومي مشرانو پر رول هم خبرې وشوې.
راپور: صادق رښتینی