د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

ولسي جرګه: د پاکستاني طالبانو په اړه د دغه هېواد ادعاوې تکرار او بې ځایه دي


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسيون يو شمېرغړي وايي، د پاکستان دا ادعا چې د هغه هېواد طالبان په افغانستان کې دي، بې ځایه او تکراري ده.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسيون يو شمېرغړي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت په تړاو د هغه هېواد ورستۍ ادعاوې ناسمې او کابل ته د هغه هېواد د صدراعظم په کېدونکي سفر پورې تړلې بولي.

د دغه کمېسيون یو غړی سید علي کاظمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د پاکستان صدراعظم کابل ته سفر وکړي، نو اسلام اباد د دې لپاره چې نوموړی افغان چارواکو سره په لیدنه کې د ویلو لپاره يوڅه ولري، دغه ادعاوې مطرح کړې دي.

ښاغلی کاظمي وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې دغه هېواد ته د پاکستان د صدراعظم تر سفر مخکې دغه ادعاوې رد کړي.

نوموړی وایي:

"دوی غواړي چې د پاکستان صدراعظم یوه لاسته راوړنه ولري او له يوه لیدلوري سره راشي او له افغان حکومت سره دا بحثونه مطرح کړي، زما تمه دا ده چې کابل ته د هغه هېواد د صدر اعظم تر راتګه دمخه افغان حکومت په جدیت، فعالې ډيپلوماسۍ او کره اسنادو دغه ادعاوې رد کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې ورستیو کې ویلي چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې دي او په سوات کې د دغه هېواد په يوې نظامي اډې حمله هم په افغانستان کې طرحه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په خاوره کې یې د پاکستاني طالب مشرانو د پټېدلو په تړاو، په اسلام اباد کې د دغه هېواد سفارت ته یو شمېر اسناد هم سپارلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې اړه څه ویل له وخته مخکې ګني، خو یو شمېر رسنیو په اسلام اباد کې د افغان سفیر د مرستیال زردشت شمس په حواله لیکلي چې دوی په دې اړه یو یاداشت تر لاسه کړی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارلی دی.

پاکستان په داسې حال کې دا خبره کوي چې پاکستاني طالب مشران په افغانستان کې پټ دي چې ټاکل شوې، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د راروانې اوونۍ په سر کې کابل ته راشي.

په ورته وخت کې افغان سیاسي کارپوه خوشحال خلیل وايي چې پاکستان له نړیوالو فشارونو او څنګ ته کېدو سره مخ دی او په داشان څرګندونو سره غواړي چې دغه فشارونه راکم کړي.

خو په خبره یې، اوس ټول په دې پوه شوي چې اسلام اباد د ترهګرو ملاتړی دی او د دغې پدیدې په وړاندې له جدي مبارزې پرته بله لار نه لري.

دی زیاتوي:

"پاکستان په وار وار دا ادعاوې کوي، ځکه چې اوس پرې فشار زیات دی او په افغانستان، په هغه هېواد کې دننه او ان د نړۍ په کچه یې په وړاندې ذهنیتونه بدل شوي دي، ټول پوهېږي چې پاکستان له ترهګرو ډلو استفاده کوي، پاکستان اوس نه شي کولای چې له دې انزوا په اسانۍ راووځي، تر کومه چې صادقانه عمل ونه کړي."

اسلام اباد مخکې تر دې هم په وار وار دا ادعا کړې وه چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه د دغه هېواد پر ځینو سیمو حملې پلانوي.
خو کابل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې افغانستان د هغو ترهګرو قرباني دی، کوم چې په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او اسلام اباد باید د دوی ټول هغه مرکزونه چې نړیوال یې هم اندېښمن کړي، وتړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG