د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

د سولې شورا: د جاکارتا په ناسته کې د اسلام له نظره د افغانستان پر جګړې بحث کېږي


په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ د اندونیزیا مرکز جاکارتا کې د افغانستان د جګړې په اړه د علماوو د څلور ورځني کنفرانس کوربه وي، د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې د دې ناستې پرېکړې به د افغان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې ناسته کې به د اسلام له نظره د افغانستان په جګړه بحث وشي.

نوموړی وايي:

"د سولې عالي شورا تمه لري چې دې کنفرانس کې له پاکستاني علماوو سره داسې یو تفاهم ته ورسېږي چې په سیمه او افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او د سولې د راتګ لپاره له دې کنفرانسه ګټه واخیستل شي. سره له دې چې وسله‎وال طالبان اوس‎مهال په سیاسي لحاظ له دې ناستې سره مخالفت لري، خو بیا هم زه فکر کوم چې پر طالبانو او پر سیمه به‌يې اغېز مثبت وي."

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد

ټاکل شوې چې د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو دا ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل او تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال یوسف کالا د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون پر مهال هیله ښودلې وه چې یاده ناسته به په افغانستان کې د روانې جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

افغان حکومت هم د علماوو دې ناستې ته خوشبیني ښودلې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تمه ده په دغې ناسته کې د افغان سولې او جنګ په اړه واضح بحثونه وشي.

اندونیزیا کې د علماوو ناسته به افغان سولې سره مرسته وکړي.

وسله‎والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په یاده ناسته کې له ګډون انکار کړی او دا يې د ځان په اړه دسیسه بللې ده.

خو د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویلي چې دغه ډلې کله هم په خپلواک ډول پرېکړه نه‎‎ده کړې.

د دغه ریاست ویاند مجیب رحیمي د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تل په دا ‌شان قضیو کې د پاکستان د فرمان له مخې پرېکړه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د علماوو شورا غړي که څه هم په دې ناسته کې د پاکستاني علماوو د دریځ په اړه خوشبینه نه‎دي، خو له دغې ناستې د یوې مثبتې نتیجې تمه لري.

د دې شورا غړي ریحان‎الله ریحان ازادي راډيو ته وویل:

"دا کنفرانس ډېر مهم دی، البته د پاکستاني علماوو په اړه زه ډېر مطمئن نه‎یم، خو بیا هم فکر کوم چې هغه وسله‎وال مخالفین چې هغوی په یو او بل نوم د افغانستان د حکومت مخالفت کوي، د علماوو دا ناسته به پرې تأثیرات ولري او دا به یو مثبت قدم وي."

خو د افغانستان د ولسي جرګې د دیني کمېسیون یو شمېر غړي بیا دغه ډول کنفرانسونه نمایشي ګڼي او وايي، پایلو ته‌يې هیله‎مند نه‎دي.

د دې کمېسیون غړي مولوي سید محمد اخوند ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د جګړې په اړه د علماوو تېرو ناستو او کنفرانسونو ته په کتو چې پایلې يې ښې نه‎وې دا کنفرانس هم هیله بخښونکی نه‎دی.

دی وايي، تر هغه چې د جنګ په دواړو اړخونو فشار رانه‎وړل شي، سولې ته رسېدل ناشونې نه، خو ستونزمن دي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG