د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

ارګ: تمه ده د افغان سولې په اړه د اندونیزیا له غونډې مطلوبه نتیجه ترلاسه شي


افغان حکومت هیله‌مند دی چې په اندونیزیا کې د علماوو په ناسته کې خبرې په یوه مثبته فضا کې ترسره او مطلوبه نتیجه ترلاسه شي.

ارګ وايي، افغان علماء او د حکومت استازي به د اندونیزیا په ناسته کې ګډون وکړي.

په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او هغه هېواد د عالمانو ناستې ته درې ورځې پاتې دي.

طالبانو په دغې ناسته کې له ګډونه انکار کړی، خو افغان حکومت ورته خوشبینه دی.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د کب ۲۲» په ورځ ازاي راډیو ته وویل چې تمه ده په دغې ناسته کې د افغان سولې او جنګ په اړه واضح بحثونه وشي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"د ازبکستان او اندونیزیا د ناستو کوربه‌توب په خپله دغه هېوادونه کوي، د افغانستان علماء او د حکومت استازي په‌کې ګډون کوي او دا چې دغه هېوادونه څوک ورغواړي هغه دوی پورې اړه لري، خو افغان حکومت غواړي چې خبرې په ښه فضا کې وشي تر څو موږ وکړای شو هغه طرحه چې وړاندې شوې ده له مخې یې یوې نتیجې ته ورسېږو."

ټاکل شوې چې د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو ناسته د روانې میلادي میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې جوړه شي.

تر دې وړاندې د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال یوسف کالا د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون پر مهال هیله ښودلې وه چې یاده ناسته به په افغانستان کې د روانې جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو په یاده ناسته کې له ګدونه انکار کړی دی.

د سیاسي چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم وايي، ښه به وی چې طالبانو په دغې ناسته کې د نه‌ګډون د پرېکړې پر ځای په افغانستان کې د روانې جګړې دلایل د علماوو مخې ته ايښي وی.

د ښاغلي خادم په خبره د جګړې ښکېلې خواوې باید خپلو کړیو ژمنو ته وفاداره او له رامنځته شوي فرصت نه ګټه پورته کړي.

سید انتظار خادم
سید انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"نیت، خبرې او عمل هغه درې مرحلې دي چې باید طالبان او افغان حکومت‌یې په نظر کې ونیسي، نو کله چې د دواړو اړخونو په نیت، خبرو او یا یې په عمل کې شک وي د سولې دغه هڅې او هیلې چې زېږېدلي دا په هېڅ بدلېدای شي."

اخوا د ولسي جرګې غړی کرام‌الدین رضا زاده بیا وايي چې تر دې وړاندې هم د سولې په اړه ګڼې ناستې او کنفرانسونه جوړ شوي، خو د طالبانو او د دوی د ملاتړ کوونکو هېوادونو د نه‌ګډون له وجې یې کومه مثبته نتیجه نه‌ده ورکړې.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG