د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

ویسا: حکومت غواړي هلمند ورکړي، خو طالبان هرات غواړي


کابل چاپ ورځپاڼو نن پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ په دې هوکړه شوې چې یو ولایت طالبانو ته وسپارل شي.

ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي چې افغان حکومت غواړي، هلمند ولایت طالبانو ته وسپاري، حال دا چې طالبان هرات ولایت غواړي.

د مطلب په دوام راغلي چې مخکې تر دې طالبانو ته د څو ولایتونو د سپارلو طرحه د امریکا له‌خوا هم مطرح شوې وه.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د یو شمېر سیاسي او حقوقي څېرو په حواله لیکلي چې د ملي وحدت حکومت د کار موده تر راتلونکو څو میاشتو پورې ختمېږي، دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو ترسره کېدل هم ناشونې ښکاري، نو پوښتنه دا مطرح کېږي چې یاده سیاسي ستونزه باید څنګه هواره شي؟

په سرمقاله کې راغلي چې یو شمېر سیاسي ډلو له دغه وضعيته د وتلو په هدف، له وخته مخکې د انتخاباتو د جوړېدو وړاندیز کړی، خو ځینو بیا ویلي، دا چې نظام ړنګ نه‌شي او د خلکو اعتبار هم پرې له‌منځه ولاړ نه‌شي، باید یوه مشروطه موقته اداره جوړه شي.

ورځپاڼه لیکي، د یادې دوهمې نظریې پلویانو ویلي چې دغه اداره دې د دوو کلونو په مخ جوړه شي، خو په دې شرط چې وکړای شي، د انتخاباتو زمینه برابره کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په‌کار ده چې ټول سیاسي بنسټونه سره راټول او د انتخاباتو د نه‌جوړېدو په صورت کې، په بدیلې لارې فکر وکړي، مشترکه پرېکړه وکړي او دغه سیاسي ستونزه هواره کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې د اندونیزیا د کنفرانس په اړه لیکلي دي.

انیس په خپله سرمقاله کې لیکلي چې طالبانو د دغه کنفرانس په تحریمولو سره دا وښوده چې په خپله اراده کې خپلواک نه‌دي.

ورځپاڼې لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې دا ورځې افغان دولت او نړیواله ټولنه د حکومت او وسله‌والو مخالفینو لپاره د سولې د خبرو هره ممکنه لار لټوي او نړیوالې ټولنې د افغان حکومت له‌خوا، د سولې له وروستۍ وړاندې شوې طرحې ملاتړ کړی او په دغه هېواد کې یې د جګړې د ختمېدو لپاره تر ټولو غوره لار ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG