افغان حکومت وايي، د سولې د ټینګښت په برخه کې د متحده عربي اماراتو رغنده رول مهم دی.
د عربي متحده اماراتو یوه لوړپوړي چارواکي په کابل کې ویلي چې هېواد یې د افغان دولت په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفارت سرپرست او شارژدافر عیسی المزوري پرون شنبې دا خبره د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې ده.
د ملي امنیت شورا په بیان کې د ښاغلي اتمر په حواله ویل شوي چې متحده عربي امارات د افغانستان د سولې او اقتصادي ودې په برخو کې مهم رول لوبولی شي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول بحثونه او لیدنې د دولتونو د اړیکو د ښه والي او د افغان سولې د ټینګښت لپاره د یوې اجماع په جوړولو کې ډېر ارزښت لري.
نوموړی زیاتوي:
"د سیمې د هېوادونو تر منځ د اجماع په جوړېدو سره به د سولې د راتلو له ترورېزم سره د مبارزې او د اقتصادې ودې لپاره زمینه برابره شي. همدا راز به د هېوادونو تر منځ د باور فضا هم جوړه شي."
د سولې عالي شورا هم د افغان سولې د ټینګښت لپاره د عربي هېوادونو په خاصه توګه د عربي متحده اماراتو همکارۍ مهمې بولي او وايي چې دغه هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی و او خامخا په سیمه او په طالبانو خپل نفوذ لري.
دا خبره د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د متحده عربي اماراتو د سرپرست سفیر پرونۍ لیدنې ته په اشاره وکړه.
نوموړي ویلي:
"د افغانستان د ملي امنیت شورا پرته له شکه د افغانستان د سولې عالي شورا سره په همغږۍ ډېر ښه ګامونه اخېستي، څو وکولای شو د ځینو هېوادونو له لارې د افغانستان د نظام په وسلهوالو مخالفینو فشار وارد کړو."
د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو ځینې کارپوهان له هغې ډلې هارون میر بیا د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر له عربي هېوادونو سره د افغان دولت نېږدې اړیکې مهمې بولي، خو وايي چې د سولې پهپار په اجماع کې باید د سیمې د هېوادونو تعادل هم وساتل شي.
د هغه اشاره تر ډېره ایران ته ده چې له عربي هېوادونو سره یې اړیکې سړې دي.
د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه او لیکوال انتظار خادم هم وايي چې افغان حکومت باید ایران ته قناعت ورکړي چې له عربو سره د افغانستان اړیکې د هغوی په تاوان نهدي.
ښاغلي خادم ازادي راډیو ته وویل:
"پهدې شک نشته چې ایران په افغانستان کې د عربي هېوادونو له نفوذ او له حضوره په ډار کې دی؛ لکه څنګه چې پاکستان له هنده په وېره کې دی. خو د افغانستان بهرنی سیاست او ډیپلوماسي باید ایرانیانو ته دا قناعت ورکړي چې له عربي هېوادونو سره نېږدې اړیکې د دوی په تاوان نهدي بلکې د افغانستان د سولې د راتګ په معنی کیدای شي."
متحده عربي امارات د افغان سولې په برخه کې څومره مؤثره رول لوبولی شي؟
دا لومړی وار نهدی چې متحده عربي اماراتو د افغان سولې لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی، تر دې مخکې امریکا ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په سفر کې هم د عربي اماراتو، عربستان، امریکا او افغانستان استازیو د افغان سولې په ټينګښت خبرې کړي او د همکاري ژمنه یې کړې ده.
د ځینو معلوماتو له مخې ممکن متحده عربي امارات یا هم سعودي عربستان د افغان سولې د خبرو اترو یو دور په خپله کوربهتوب ترسره کړي.
اخوا په کور دننه په کندهار ولایت کې امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي چې د طالبانو ۶۰ مهمو غړیو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی او ده هم له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نه پهدې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
صفيالله ستانکزی