د افغانستان دفاع وزارت وايي، که د دولت وسلهوال مخالفين سوله کوي، اسانتیاوې به ورته برابرې کړي، خو که جګړه د حل غوره لاره بولي، په وړاندې بهیې کلکه مبارزه وکړي.
د دغه وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۲» ازادي راډيو ته د وسلهوالو طالبانو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، په جګړه کې کلونه تجربې لري او کولای شي چې جګړه پر مخ یوسي وایي، حکومت د سولې دروازې خلاصې کړي، خو که څوک جګړې ته ترجیح ورکوي، چمتو دي چې ورسره وجنګېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه کسان چې جګړه کوي، افغان ځواکونه چمتو دي او رسالتیې دی چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي، هغه کسان چې جګړه نهکوي او سولې ته غاړه ږدي، موږ یې هرکلی کوو."
بلخوا د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ترکیې له «TRT» ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی په افغانستان کې له کلونو راهیسې جنګي تجربې زده کړي، لسیزې څه چې په پېړیو هم پرې جنګېدای شي.
ذبیحالله مجاهد د افغان حکومت له لوري دوی ته د سولې په اړه له وروستي وړاندیز د پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه کړې، خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې دوی د سولې په اړه له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې وسلهوالو طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ، خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا یو ځل بیا د حکومت له لوري د سولې پر وړاندیزونو ټینګار کوي.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل، دغه وړاندیزونه د حکومت نه، بلکې د ټول افغان ولس وړاندیزونه دي، نو ځکه طالبانو ته پهکار ده چې مثبت ځواب ورته ووايي.
ښاغلي طاهري وویل:
"یو ځل بیا په وسلهوالو طالبانو غږ کوو، که چېرې افغانان او خپلواک یاست، د سولې نوي وړاندیز ته چې د خلکو غږ دی، ځواب ووایئ او د سولې د خبرو د پيل لپاره ژر تصمیم ونیسئ."
بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، تجربو ثابته کړې چې جګړه د حل لار نهده، بلکې د ستونزو د حل یوازنۍ لار د سولې خبرې دي.
د دغې جرګې غړي صالح محمد صالح د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"د امریکا په ګډون په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړو چې جګړه د حل لاره نهده، په خپلو کې سره کېنئ، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حل یوه غوره لاره انتخاب کړئ."
افغان دولت په دې وروستیو کې د سولې د طرحې له وړاندې کولو وروسته هڅې ډېرې کړي، څو له هرې ممکنې لارې طالبان د خبرو اترو مېز ته راکاږي.
راپور: رحمتالله افغان