د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۸

انیس:د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر د خلکو اندېښنې لېرې کولای شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو او دغه شان د سولې د پروسې په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د سولې، عدالت او ازادۍ د نهضت د موجودیت د اعلان په غونډه کې انوارلحق احدي او رنګین دادفر سپنتا حکومت د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی وبللو.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د دغې غونډې ګډونکونکو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راروانو انتخاباتو په اړه اندېښنه وښوده ویې ویل چې د افغانستان د خاورې ۵۰ سلنه له وسله والو مخالفینو سره ده، نو ځکه په داشان یو حالت کې د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل ناشوني دي.

ماندګار ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي دي.

ماندګار د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په حواله لیکلي چې په افغان دولت دا اعتماد نه شي کېدای چې شفاف انتخابت دې تر سره کړي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې دولت به په دغو انتخاباتو کې د درغلۍ او انتخاباتو د مهندسي کېدو هڅه وکړي.

د مطلب لیکوال لیکلي چې ښاغلي سپنتا دغه شان د حکومت مشران په دې تورن کړي چې په پرله پسې ډول یې خلکو ته دروغ ویلي او دوکه کړي یې دي.

په مطلب کې د نوي ملي متحدې جبهې د مشر انوالحق احدي په حواله لیکلي شوي، په هېواد کې بېوزلي ۴۲ سلنې ته رسېدلې ده، خو حکومت لا هم خلک غولوي او وايي چې زموږ اقتصاد ښه شوی دی.

انیس:

انیس دولتي ورځپانې بیا لیکلي چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر د خلکو اندېښنې لرې کولای شي.

په مطلب کې راغلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د حمل د میاشتې ۲۵ نېټه د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د بهیر د پیل نېټه اعلان کړې.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د یو شمېر سیاسیونو او کارپوهانو په حواله لیکلي ولسمشر خلک تېر باسي، ورځپانې په خپل دغه مطلب کې د سیاسي چارو د یو شنونکي احمد سعیدي په حواله لیکلي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر کاري موده ختمېږي او باید د حکومت په بدیل کار وشي.

په مطلب کې بیا د پخواني ولسمشر د مرستیال یونس قانوني په حواله لیکلی شوي چې خلک له حاکم وضعیت نه نارضه دي او د یو ښه وضیعت او بدلون په هدف پکار ده چې سیاسي ګوندونه او ایتلافونه تر یو چتر لاندې راټول شي.

ورځپاڼې د ښاغلي قانوني په حواله دا هم لیکلي چې په سولې سولې ویلو سره سوله نه راځي، د سولې پروسه په ملي او نړیوال کچه له ناورین سره مخ ده، او دولت او د سولې شورا د سولې لپاره کومه څرګند او روښانه پروګرام نه لري.

XS
SM
MD
LG