د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

جنرال رازق: ډېر ژربه ۶۰لوړپوړي طالب مشران د سولې له بهیر سره یو ځای شي


د کندهار امنیه قوماندان د سولې له بهیر سره د لسګونو طالب مشرانو د یو ځای کېدو خبر ورکړ.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د وسله والو طالبانو شااوخوا ۶۰ جګپوړي مشران حاضر شوي چې د افغان حکومت سره سوله وکړي او د کندهار په امن سیمه کې سوله ییز ژوند وکړي.

جنرال عبدالرازق وايي چې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا له شااوخوا ۶۰ مهیمو مشرانو سره د سولې په برخه کې تفاهم ته رسېدلی دی.

جنرال رازق تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د سولې له بهیر سره د غه یو ځای کېدونکي طالب مشران چې د کندهار امن سیمې ته به د خپلو کورنیو سره را انتقال شي وزیران او د فرقې په کچه قوماندانان دي.

د قوماندان په خبره په تېرو دریېو کلونو کې د کندهار امن سیمې ته د ۳۰ په شااوخوا کې دغه ډول طالب مشران د خپلو کورنیو سره راغلي او سوله ییز ژوند يې غوره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"شپېته کسه نور اماده شوي چې د وزیرانو څخه نیولې بیا د فرقې تر قوماندانانو پوري چې دا د امارت په وخت کې او یا په اوسني وخت کې د ولایتونو مسؤلین دي اماده شوي چې په دې کې ډېر کمک د نړیوالې ټولنې دی، خپله د قومي مشرانو دی او موږ په هیله لرو چې په دې کې د سعودي او اماراتو حکومتونه همکاري وکړي."

قوماندان وايي، دغه ۶۰ طالب مشران د سولې شورا له تماسونو پرته د نړیوالې ټولنې او قومي مشرانو په هڅو له جګړې لاس اخلي او سوله ییز ژوند غوره کوي.

د نوموړي په وینا له دغه ۶۰ طالب مشرانو څخه يې یو شمېر ممکن د ولسي جرګې ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې ځانونه هم کاندید کړي.

جنرال رازق په عین وخت کي اندېښنه وښوده چې د سیمې هېوادونه په خاص ډول روسيه او ايران د سولې د خبرو په وړاندې د خپلو ګټو په خاطر له افغان سياسيونو څخه ګټه اخلي.

قوماندان روسيه او ایران تورن کړل چې د يو شمېر افغان سياسيتوالو په مټ د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ کوي.

هغه په کور دننه پر ځينو سياسيونو ږغ وکړ چې د روسيې او ایران په استازولي دي د سولې خنډ نه جوړېږي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق که څه هم د دغو سیاسي کسانو له ډلې د کوم کس نوم یاد نه کړ، خو مخکني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې د روسيې له یوه ټلوېزيون سره د مرکې پر مهال ویلي وو چې مسکو له پاکستان سره د نویو اړیکو له لارې اسلام اباد په افغان سوله کې همکارۍ ته هڅولی شي.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG