د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت غبرګون!


افغان حکومت د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر بولي، خو وايي چې د افغان سولې په برخه کې چې هر هېواد همکاري کولای شي دوی یې هرکلی کوي.

وروسته له هغې چې ښاغلي کرزي له «ان. ټي. وي» سره په یوه ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا پر مبارزه انتقاد وکړ، افغان حکومت وايي چې امریکا د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې فعاله او کامیابه ونډه اخیستې او د دغې پدیدې په وړاندې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

ښاغلي کرزي په دې مرکه کې همدا شان د ترهګرۍ سره په مبارزه او د افغان سولې په برخه کې د روسیې رول مهم بللی ویلي چې مسکو له پاکستان سره د نویو اړیکو پر بنسټ، اسلام‌اباد په افغان سوله کې رښتینې مرستې ته هڅولای شي.

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۱» ازادي راډيو ته وویل چې هر هغه هېواد چې د سولې په برخه کې اسلام‌اباد رښتینې مرستې ته اړ کړي دوی يې هرکلی کوي.

جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"بې له شکه چې اسلام‌اباد په افغان سوله کې مرسته کولای شي، خو هر څوک یا هر ادرس که وکولای شي چې پاکستان د سولې په خبرو کې رښتینې مرستې ته وهڅوي موږ يې هرکلی کوو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په دغې مرکه کې زیاته کړه چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای یوازې افغانان وژلي دي او د ترهګرو پر اصلي مرکزونو يې تمرکز نه‌دی کړی.

ښاغلي کرزي دغه‌شان د ترهګرۍ سره پر مبارزه او د افغان سولې په برخه کې د روسیې رول مهم بللی ویلي چې مسکو له پاکستان سره د نویو اړیکو پر بنسټ اسلام‌اباد په افغان سوله کې رښتینې مرستې ته هڅولای شي.

نوموړي په دغې ځانکړې مرکه کې په افغانستان کې د نامعلومو هلیکوپټرو پر الوتنو او د هغوی په وسیله د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د جنګیالیو د تجهیز له امله هم پر امریکا نیوکه کړې او دا ځکه چې په خبره‌یې د افغانستان هوايي حریم د امریکا تر کنټرول لاندې دی.

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، امریکا نه‌یوازې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره کار وکړ، بلکې په عراق او سوریه کې يې هم دغه ډله له ماتې سره مخ کړه.

کرزي دغه څرګندونې له ان ټي وي سره په ځانکړې مرکه کې کړي.

بل‌خوا د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې عقده‌ي بولي وايي چې په افغانستان کې د روسیې دخالت د سولې په برخه کې نه‌یوازې دا چې مرسته نه‌شي کولای، بلکې دلته د روسیې او امریکا د تقابل جګړه لاپسې ګرمولای شي.

د سیاسي چارو کارپوه سید خالد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما باور دا دی چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپلې شخصي عقدې له مخې چې له امریکا سره‌يې لري او کله چې د دوهمې دورې پر مهال له امریکا سره یو تقابلي حالت ته وواته او د امریکا په سیاستونو يې نیوکې پیل کړې، دا د هماغه څرګندونو یو دوامداره حالت دی، خو د روسیې دخالت دلته په هېڅ صورت د سولې د راوستلو لپاره تضمین نه‌شي کېدلای."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ښاغلي کرزي دغه ډول څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو او اوسنیو سیاسي حالاتو په ګټه نه‌بولي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG