د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

ویسا: هغه کوم لاس و چې کرزی یې پرېنه‎ښود طالبانو ته د سولې لاس ورکړي؟


د کابل ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو تر څنګ د کابل پروسې د نړیوالې غونډې په اړه هم لیکنې کړي چې د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت په کوربه‌توب په پلازمېنه کابل کې جوړېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د سفیر په حواله په یو مضمون کې لیکلي دي چې د کابل پروسه د روان تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو له‎پاره یوه ښه موقع ده.

ورځپاڼې د جان بس د خبرو دا برخه هم راخیستې ده چې ویلي دي:

"د کابل پروسې دوهمه نړیواله غونډه موږ ټولو ته یو ښه فرصت دی چې څو په افغانستان کې موجوده تاوتریخوالي، وېره اچونې او کړکېچونو د پای ته رسولو له‎پاره افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړو."

ورځپاڼه لیکي:

د کابل پروسې دوهمه نړیواله ناسته چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي، تر ډېره په هېواد کې د سولې د ټینګښت او له وسله‎والو مخالفینو سره مذکراتو ته د شرایطو ټاکلو له‎پاره خبرو ته به ځانګړې وي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې په‎دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازي او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو مشر استازی هم ګډون کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د کابل پروسې د دوهمې غونډې له‎پاره کابل چمتو دی.

ورځپاڼه لیکي چې په دې غونډه کې به د سولې د ټینګښت له‎پاره په روانو هڅو او د ترهګرۍ په وړاندې د روانې مبارزې په اړه خبرې وشي.

ورځپاڼې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې افغان حکومت به د سولې په اړه یوه هر اړخیزه طرحه او لیدلوری د غونډې ګډون‎کوونکو هېوادونو، سازمانونو او له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي.

ورځپاڼې لیکلي چې له دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي و چې د کابل پروسې د غونډې هدف دا دی چې افغانستان کې د سولې په اړه یوه سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د کب میاشتې په ۹مه او ۱۰مه نېټه د کابل پروسې دوهمه غونډه جوړېږي او ولسمشر ژمنه کړې چې غونډې ته به د سولې په اړه خپل پلان وړاندې کړي.

ورځپاڼې وړاندې د مطلب په دوام د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې طالبانو په همغه پیل کې ورته پیغام راولېږه چې حکومت‌یې په رسمیت پېژني او نور د اسلامي امارت کیسه ختمه ده.

خو ورځپاڼې بیا دا پوښتنه کړې هغه کوم لاس و چې ښاغلی کرزی یې پرېنه‎ښود چې د سولې له‎پاره وسله‎والو طالبانو ته د سولې لاس ورکړي؟

ورځپاڼې خپله دې پوښتنې ته په ځواب کې لیکي:

د نړۍ ستر ځواکونه، نړیواله ټولنه او ګاونډیان د سولې له‎پاره اخلاص نه‎لري او دا ځکه چې دوی د خپلو ګټو جلا تعریف لري.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان خلک د راتلونکو دوو غونډو نه په سیمه کې د امن او ټیکاو تمه لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت او امریکا دواړه په‎دې ټینګار کوي چې طالبان لا هم فرصت لري چې د سولې بهیر سره یوځای شي.

د ورځپاڼې په وینا د طالبانو د سولې بلنه داسې مهال ورکړل شوې چې د سولې په اړه دوه غونډې جوړېدونکې دي چې یوه‌یې د کابل او بله‌یې د تاشکند غونډه ده.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې افغان حکومت ځان ته دوه لارې غوره کړې دي، لومړی لار دا ده چې له وسله‎والو مخالفینو سره د سولې خبرې پیل کړي او که مخالفین‌یې ونه‎مني، نو دوهمه لار بیا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دوی ځپل دي.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې سپارښتنه کړې چې د ګاونډ، سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له‎پاره افغان حکومت سره همکاره شي.

XS
SM
MD
LG