افغان امنیتي مقامات وايي، د جوزجان ولایت په درز اب ولسوالۍ کې يې داعش وسله وال سخت ځپلي دي او د دې ولسوالۍ مرکز اوس له داعشیانو تصفیه شوی دی.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، ملي اردو او ځانګړو ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د جوزجان ولایت په درز اب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد تهاجمي عملیات کړي دي چې لسګونه وسله وال په کې وژل شوي دي.
نوموړي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې داعشیان اوس د درزاب ولسوالۍ له مرکز څخه شااوخوا لس کېلو متره پرشا تمبول شوي دي.
حنیف رضايي وویل:
"په تېرو دوو شپو کې ۳۳ داعشیان د هغوی د قوماندانانو په ګډون وژل شوي دي، د یوسف په نوم د هغوی یو مخکښ قوماندان وژل شوی او د شبیر احمد په نوم بل قوماندان ژوبل دی، د درزاب مرکز ته نېږدې مغل سیمه او شااوخوا کلي تصفیه شوي دي."
شاهین قول اردو وايي، درزاب ولسوالۍ ته يې د داعش لخوا متوجه ګواښ له منځه وړی دی او په ترسره شویو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د شاهین قول اردو یاند وویل چې د درزاب په عملیاتو کې یوه مېرمن وژل شوې او یو ماشوم ټپي شوی دی.
بل لور ته د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ قومي مشران وايي چې داعشیانو د دوی د سیمې خلک له جدي ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي دي.
د هغوی په خبره د درزاب شااوخوا سیمو کې زرتنه داعش وسله وال فعال دي چې سلګونه بهرنيان هم په کې شامل دي.
افغان امنیتي ځواکونه په داسې وخت کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې داعش ډلې ته د سخت ګزار ورکولو خبره کوي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ویلي تېره اوونۍ يې د جوزجان او فاریاب ولایت پر پوله د قاري حکمت په نوم د داعش یو قوماندان او د هغه دوه ساتونکي په یوه هوايي برید کې له منځه یوړل.