- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې د قوماندان د وژل کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.
په مقاله کې راغلي چې د پنجشنبې په ورځ د اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې یو قوماندان قاري حکمتالله د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې ووژل شو.
ويل کېږي قاري حکمت چې په ازبکستان کې زېږېدلی او کلونهيې په جوزجان ولايت کې د طالبانو د قوماندان په توګه فعاليت کړی وو، پهدې وروستيو کې د جوزجان په ګاونډ کې د بل چراغ ولسوالۍ په خواجه غرب کلي کې ووژل شو.
د امریکا پوځ اعلان کړی چې حکمتالله لومړی د ازبکستان د اسلامي خوځښت له قوماندانانو څخه يو وو.
- د جګړې او سولې انسټټیوټ
د بریتانيا چاپ د جګړې او سولې انسټټیوټ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه يو راپور خپور کړی دی.
پهدې راپور کې راغلي چې په غور ولايت کې ښځې شکايت کوي چې په ځايي حکومت، عدلي سيستم او نورو پرېکړه کوونکو ادارو کې دوی هېڅ استازیتوب نهلري.
راپور د غور د اداري اصلاحاتو او ټولنيزو خدماتو خپلواکې ادارې د یوه چارواکي محمد شعيب خلیلي له قوله ليکلي چې د غور ولايت له نهه زره حکومتي کار کوونکو څخه يوازې ۲۷يې ښځې دي.
راپور په غور ولايت کې د يوازنۍ څارنوالۍ يادونه کړې او همداراز يې د دغه ولايت د والي په وينا لیکلي چې د ده د دفتر په ۷۰ نفري ټيم کې يوازې یوه ښځينه کار کوونکې ده.
راپور همداراز هغو ناوړه دودونو ته اشاره کړې چې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، د بېلګې په توګه په زوره ودول، په بدو کې ورکول او په کوچني عمر کې د نجونو ودول.
راپور يادونه کوي چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ مياشت کې ۳۰ کلنه د پولیسو افسره پنجهګل د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شوه.
راپور د غور ولایت د پخوانۍ والي سيما جوينده چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې يې شپږ مياشتې پهدې ولايت کې دنده ترسره کړې، له قوله ليکلي، يوازې دا نه چې ښځې زدهکړو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري، بلکې عدالت ته هم لاسرسی نهلري.