د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۴۴

په جوزجان کې د داعش وسله والې ډلې یو قوماندان وژل شوی


افغان امنیتي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو قوماندان وژلی دی.

د دغه ولایت د پولیسو قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د قاري حکمت په نامه د داعش دا قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره د پنجشنبې په ورځ د افغان هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

تر دې مخکې د جوزجان چارواکو ویلي وو چې داعش ډلې د حبیب الرحمن په نوم یو کس په دې ولایت کې د خپلو وسله والو قوماندان ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG