د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

چارواکي: د افغانستان په شمال کې د داعش یو لوړپوړی چارواکی وژل شوی


امریکايي او افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ تأیید کړه چې د افغانستان په شمال کې یې د داعش ډلې یو لوړپوړی چارواکی وژلی دی.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې قاري حکمت‎الله د خپل یو ساتونکي سره د تېرې پنجشنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

دا هوايي برید د فاریاب په بل‎چراغ سیمه کې شوی چې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سره څنګ کې پرته ده.

د فرانسې خبري اژانس د امریکايي ځواکونو په حواله وايي، حکمت په خټه ازبک دی او مخکې له‎دې چې له داعش سره یوځای شي، د طالبانو په شمول د نورو وسله‎والو سخت دریځو ډلو غړیتوب‌یې درلود.

وروسته له هغې چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې پر داعش وسله‎والې ډلې پوځي فشار زیات شو، په جوزجان ولایت او د شمال په ځینو نورو سیمو کې یې فعالیتونه پراخ کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، حکمت د داعش ډلې یو مهم قوماندان و چې په ډېرو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"نوموړی مخکې د جوزجان ولایت په درزاب کې د داعش وسله‎والې ډلې مشر و. دی په ګډو هوايي عملیاتو کې وژل شوی او مړی یې د بي بي مریم په کلي کې خښ شوی دی. اوس د ده پر ځای قاري حبیب‎الرحمن ټاکل شوی چې د بلخ ولایت د شولګرې اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی اوس په سیمه کې د داعش د وسله‎والې ډلې مشري کوي."

ښاغلي رادمنش ټینګار وکړ چې د افغانستان امینتي او دفاعي ادارې په ټول توان د وسله‎والو ډلو پر ضد جګړه کوي او د دوی مشران او وسایل چې هر چېرې وي په نښه به‌یې کړي.

د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له خولې وايي، د داعش د دې وژل شوي مشر هر ځای ناستی به ووژل شي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د داعش وسله‎واله ډله له‎منځه وړل کېږي.

نېکلسن: په ټول افغانستان کې وسله‌وال په نښه کوو

په‎داسې حال کې چې د اسلامي دولت په نوم وسله‎واله ډله یا داعش په افغانستان کې د خپل نفو‌‌‌‌‌ذ د سیمې د پراختیا هڅه کوي، افغان او امریکايي ځواکونو په جوزجان کې په وروستیو میاشتو کې د دې وسله‎والې ډلې پر ضد هوايي او ځمکني عملیات زیات کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

​افغان ځواکونو تېره میاشت هغه فرانسوۍ ښځه ونیوله چې په جوزجان ولایت کې د داعش وسله‎والې ډلې په لیکو کې جنګېده.

د فرانسې خبري اژانس وايي، یو شمېر فرانسوي او الجزایري وسله‎وال له سوریې څخه د افغانستان په دې لیرې پراته ولایت کې د داعش له وسله‎والې ډلې سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG