د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۲

داعش د جوزجان په درزاب کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی


داعش وسله‎والو تېر ماښام د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

د جوزجان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه بېرته په شا وتمبول شول او په متقابلو ډزو کې د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی، خو په وینا یې داعش وسله‎والو ته مرګ ژوبله واوښته.

ښاغلی خاشي وايي:

"تېره شپه د مغل کلي له لوري د ولسوالۍ په مرکز کې پر امنیتي پوستو بریدونه وشول چې د نښتو په ترڅ کې شپږ تنه داعش وسله‎وال ووژل شول او ۱۰ نور یې ټپیان شول."

د جوزجان د امنیت امر دغه‌راز په اقچه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون پر یوې پوستې د وسله‎والو طالبانو د برید خبره کړې او وایي، د ولسي پاڅون دوه تنه‌یې وژلي او یو بل‌یې ټپي کړی دی.

ښاغلی خاشي وایي چې دا پېښه تېر ماښام ناوخته شوې ده او په خبره‌یې په‎دې دوه ساعته نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG