د نورستان ولایت قومي او سیاسي مشران وايي، په تېرو شااوخوا ۱۷ کلونو کې دغه ولایت د مرکزي حکومت له نظره لوېدلی چې دغه چلند د یاد ولایت اوسېدونکي له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
د نورستان ولایت یو شمېر قومي او سیاسي مشران وايي، دغه ولایت تر ډېره ځایه له اقتصادي، سیاسي، روغتیايي، پراختیايي، تعلیمي، مخابراتي او داسې نورو حقونو څخه لیرې ساتل شوی چې دغه وضعیت د خلکو پر ورځنیو چارو او په ټوله کې د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
د نورستان ولایت قومي مشر او د عدالت او ترقۍ ګوند رئیس ذبیحالله غازي، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۳» په کابل کې د نورستانیانو په ناسته کې وویل چې مرکزي حکومت باید د نورستان د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"نن د نورستان ولایت تشکیلاتي، سیاسي، نظامي، ملکي او مدني حقونو ته د دولت پاملرنه غواړم، نورستان یو ستراتېژیک ولایت دی، په هېڅ قیمت ورسره د مور میرې سلوک نهمنم، نن د نورستان له ادرسه اعلان کوم چې موږ په جدي توګه د نورستان حقه حقوق غواړو."
ښاغلي غازي وویل، د سړکونو، مخابراتي خدمتونو او انتخاباتي سکټور د منظمو فعالیتونو نشتوالی، بله هغه ستونزه ده چې د نورستان اوسېدونکي ورسره مخ دي.
ده دا هم وویل، د نورستان روان وضعیت د داعش په ګډون ځینو وسلهوالو مخالفینو ته د فعالیت او د دوی لیکو ته د خلکو د جلب و جذب اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ده زیاته کړه چې دغه ولایت ته د دولت نهپاملرنه سبب شوې چې یاد ولایت د افغانستان په یوې ناامنه سرحدي سیمه بدل شي.
په همدې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د نورستان ولایت د متوازن انکشاف لپاره پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"نورستان د افغانستان مهم ولایت دی او حکومت د دغه ولایت هر اړخیز پرمختګ ته متوجې دی، ولایتونو ته د سفرونو په لړۍ کې دغه ولایت ته هم سفر کېږي او د یاد ولایت هر اړخیزه ارزونه به پهکې وشي او د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته به رسیدهګي وشي."
نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت سرحدي ولایت دی چې له پاکستان سره شااوخوا ۸۰ کېلو متره ګډه پوله لري.
د دغه ولایت چارواکو ویلي چې طالبان او ځینې نورې وسلهوالې ډلې ډېر ځلې د پاکستان له خاورې وراوړي او په سیمه کې ناامني خپروي.
د افغانستان د دفاع وزارت د دغه ولایت د امنیت په اړه ویلي چې د نورستان ولایت د امنیت لپارهیې تدابیر نیولي دي.
راپور: خان محمد سیند