د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي چې داعش جنګیالیو په وروستیو کې له ننګرهار وروسته په کونړ او نورستان ولایتونو کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د افغانستان په ختیځ کونړ او نورستان ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د فعالیتونو پراختیا د ولسي جرګې او د ولایتي شورا ګانو د یو شمېر استازو اندېښنې راپارولې دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی سخي مشواڼی وايي چې له ننګرهار وروسته اوس داعش ډله په کونړ او نورستان کې پراخ جلب او جذب پیل کړی دی.
ښاغلي مشواڼي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۷» په دې اړه ازاډي راډيو ته وویل:
"په زیات شمېر په کونړ او نورستان کې د داعش لپاره جلب او جذب روان دی او دا له چا پټ نهدي، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې بدخشان، لغمان، پنجشیر او کاپیسا سره سرحدونه لري، نو اندېښنه دا ده چې که دلتهيې مخنیوی ونهشي، نو شمالي ولایتونو ته به هم دغه ډله ځان ورسوي."
بلخوا د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنير سیدالله پاینده زوی هم ورته اندېښنه لري او وايي چې د نورستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو، داعش ډله هڅه کوي چې دغلته خپل مرکزونه جوړ کړي او له دغه ځایه خپل اهداف په اسانۍ تعقیب کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د نورستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو چې ځنګل لرونکې او غرنۍ سیمه ده، مخالفین هم کوښښ کوي چې دغلته خپل مرکزونه جوړ کړي او له دې ځایه خپل اهداف په اسانۍ تعقیب کړي."
دی وايي، که څه هم په دې ولایت کې د داعش پوځي فعالیتونه نهدي محسوس شوي، خو د دوی د معلوماتو له مخې، په فردي شکليې د دې ولایت په کامدېش، برګمټال، وایګل او د وامه ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې جلب او جذب پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د يوه راپور له مخې چې څه موده وړاندې خپور شوی، پهکې ویل شوي چې داعش په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یوازې په ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود، خو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې فعالیتونه او تحرکات د افغانستان ۷ ولایتونو ته پراخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې همدا شان راغلي چې په افغانستان کې د داعش او وسلهوالو طالبانو حملې دوه چنده شوې دي.
د راپورونو پر اساس ننګرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، بدخشان، فاریاب، هلمند او سرپل هغه ولایتونه دي چې د داعش فعالیتونه پهکې محسوسېږي.
په کونړ ولایت کې د داعش د فعالیتونو په اړه که څه هم اوس د دې ولایت د سیمهییزو چارواکو په نظر اخیستو ونهتوانېدو، خو د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي محمد ساپي څه موده مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې داعش ډلې خپل بیرغونه هم پورته کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت که څه هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د دغې ډلې فعالیتونه مني، خو وايي چې پر ضد يې پراخ عملیات روان دي.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په هر ځای کې چې پخوا داعش موجود و، موږ یې شمېر کم کړی، موږ له خپلو خلکو سره په ګډه د داعش د لویو فرهنګي توپیرونو ته په کتو چې لري، اقدمات کړي دي او په یقین سره ویلی شم چې د داعشیانو شمېر مخ په کمېدو دی."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم نن سې شنبه د تاشکند په کنفرانس کې وویل چې د داعش ډلې پر ضد په ننګرهار او کونړ کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.
ښاغلي غني وویل چې که څه هم افغان امنیتي ځواکونو د دې ډلې شااوخوا زر وسلهوال وژلي، خو لا هم په دې هېواد کې تر دوه زره داعش جنګیالي موجود دي.
په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوه محمد انور سلطاني که څه هم د داعش ډلې فعالیتونه د جدي اندېښنې وړ نهګڼي، خو وايي چې که د دغې وسلهوالې ډلې فعالیتونه او تحرکات په هره کچه وي، د مخنیوي لپارهیې باید افغان حکومت جدي هڅې وکړي، څو دغه فعالیتونه نور هم پراخ نهشي.
راپور: اکرامالله اکرام