د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د نورستان د برګي‌مټال د سقوط وېره او له ۵۰ زیات تنقیص شوي پولیس!


د نورستان له لیرې پرتې ولسوالۍ برګي‌مټال کې له ۵۰ زیات پولیس تنقیص شوي دي، دوی وايي که ۵۰ تنه بېرته پر دندو ونه‌ګمارل شي، نو امکان لري په ولسوالۍ کې امنیتي حالات خراب شي.

د نورستان برګي‎مټال ولسوالۍ کې له دندو ایستل شوي پولیس وايي، دوی چې له کومې ورځې اضافه تشکیل شوي له امنیتي او نورو ستونزو سره مخ دي، تل ورته د دولت وسله‎وال مخالفین د مرګ او تښتولو ګواښونه کوي.

د برګي‎مټال یو تن تنقیص شوی پولیس وايي:

"مشکل دا دی چې دلته ۵۲ تنه پولیس تنقیص شوي، درې میاشتې وشوې، دلته د ولسوالۍ ودانۍ ته په دوه کېلو مترۍ کې طالبان پراته دي. هغوی پلان جوړ کړی چې په ولسوالۍ ډله‎ییز برید وکړي. موږ مجبور یو چې د ولسوالۍ دفاع وکړو او بیا هم د حکومت په څنګ کې ودرېږو."

له دندو لیرې کړای شوي پولیس وايي، دوی په سختو شرایطو کې د برګي‎مټال ولسوالۍ له وسله‎والو مخالفینو ساتلې، د هغوی ستر بریدونه‌يې په شا تمبولي او ورته‌يې درنه مرګ ژوبله اړولې، د دې پر ځای چې حکومت‌یې تقدیر کړي، دوی يې له دندو ایستلي.

دوی وايي:

"څلور میاشتې مخکې دلته جنګ وشو، ۴۰۰ مخالفینو ته مو مرګ ژوبله واړوله. زموږ کورونه‌يې وسوځول، برید مو ورته په شا وتمباوه اوس هم راته ګواښونه کوي. موږ شهیدان ورکړل، د دې ټولو قربانیو په بدل کې حکومت زموږ ۵۲ کسان تنقیص کړل."

د نورستان په برګي‌مټال کې له ۵۰ زیات پولیس تنقیص شوي.

د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالواسع ازادي راډیو ته د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پرسونل کمېدو سره‌یې ستونزې زیاتې شوي او له مرکزي حکومته غواړي چې د برګي‎‎مټال په لیرې پرتو او نا امنو سیمو کې د پولیس له تنقیصه تېر شي او بېرته یاد کسان په دندو وګماري.

هغه وايي:

"د برګي‎مټال ملي پولیسو نه ۵۲ کسان تنقیص شوي دي چې له امله‌يې د دوی شپږ پوستې خالي شوي. هوا هم ګرمه شوې او د ولسوالۍ د سقوط وېره هم شته."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی په یاد ولایت کې د پولیسو د کمبود له امله رامنځته شوې تشې امنیتي ستونزې زېږولي او دوی څو ځله د کورنیو چارو وزارت څخه د یادې ستونزې د هواري غوښتنه کړې، خو تر اوسه‌یې کومه نتیجه نه‎ده ورکړې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

والي وړاندې وویل:

"۲۷۴ کسان په ټول نورستان کې تنقیص شوي. دې سره به امنیتي ستونزې زیاتې شي او دغه موضوع مو د کورنیو چارو وزارت سره په کراتو شریکه کړې، خو تر اوسه‌یې کومه مثبته نتیجه نه‎ده ورکړې."

خلک وايي، د نورستان په څېر په لیرې پروت او ناامنه ولایت کې د دې پر ځای چې هلته د امنیتي ځواکونو شمېر زیات شي او هغوی په هر ډول وسلو سمبال شي، د پولیسو د شمېر کمول په‎کې امنیت نور هم کمزوری کولای شي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG