- د جګړې او سولې انسټټیوټ
د جګړې او سولې انسټټیوټ د نورستان د تاریخي ځایونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د مقالې په پیل کې د نورستان د چارواکو په وینا راغلي چې حکومت باید د تاریخي ځایونو د ژغورنې لپاره هڅې زیاتې کړي.
چارواکو خبرداری ورکړی چې پهدې ولایت کې د یوه زاړه عبادتځاي او یوه باغ په ګډون چې یو وخت به شاهي کورنۍ په چکر ورته راتله، لرغوني ځایونه له ویجاړېدو سره مخامخ دي.
نورستان تهیې یو وخت کافرستان ویل.
د دغه ولایت خلک په ۱۹مه پېړۍ کې مسلمانان شول.
د جګړې او سولې د انسټټیوټ په لیکنه کې راغلي دي چې تر مسلمانېدو مخکې نورستانیان بُتپرستان وو او هلته ګڼ عبادتځایونه او بُتان جوړ شوي دي چې اکثر یې بیا وروسته نړېدلي دي.
د خپرونې په باور نن سبا هم ځیني دغه لرغوني اثار پاتې دي او د یوه عبادتځاي یوه برخه په مرکز پارون کې هم شته.
خپرونه د پارلمان د یوه پخواني غړي په وینا لیکي چې په ۸۰مه لسیزه کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل پر مهال د نورستان تاریخي ځایونو ته سخت زیان واوښت، بیا د کورنۍ جګړې پر مهال دغه ځایونه تباه شول او اوس دا ځایونه په ډېر بد حالت کې دي، که پاملرنه ورته ونهشي له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې به بېخي لهمنځه ولاړ شي.
د جګړې او سولې انسټټیوټ دا موضوع د نورستان له حکومتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده، هغوی ویلي دي چې دوی په واما ولسوالۍ او مرکز پارون کې د تاریخي ځایونو شااوخوا د کورونو د جوړېدو مخه نیولې ده.
- ګارډین
یوې بلې چاپي خپرونې، ګارډین بیا په جرمني کې د یوه افغان د ژوند په اړه لیکنه خپره کړې ده.
دغه افغان پولیس دی، اوس د جرمني په براندنبورګ ښار کې ژوند کوي او د زړو خلکو په یوه مرکز کې په کار بوخت دی.
د ګارډین په وینا ضیا حیافي دا اندېښنه لري چې د جرمني حکومتیې د مهاجر په توګه ونهمني.
دی سربېره پر دې چې په مینه کار کوي او روزل کېږي پهدې نهپوهېږي چې د روزنې دوره به بشپړه کړي که به له جرمني وایستل شي.
ګارډین لیکي:
د ضیا د ایستلو امکان هره شېبه شته، خو د محکمې له تېرې پرېکړې وروسته ده استېناف ته مخه کړې ده.
په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په اروپا کې د کډوالو د بحران له پیل سره یوازې جرمني ته ۱۲ لکه خلک ورغلي دي.
د اوس لپاره په جرمني کې ۴۰۰ زره کمپنۍ کډوالو ته لنډمهاله کارونه ورکوي، خو د ګارډین په وینا دغه لنډمهاله کارونه نهشي کولای چې په اروپا کې د پناه غوښتونکو لپاره یوه ښه راتلونکې ولري.