د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۵۸

په پاریس کې د سعودي ولیعهد د فرانسې ولسمشر سره ماښامنۍ وخوړه


د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه په پاریس کې له یو بل سره ماښامنۍ وخوړه.

دواړو مشرانو د پاریس په لوفغ موزیم کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وکتل.

محمد بن سلمان په درې ورځني سفر فرانسې ته تللی دی او ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه له ولسمشر امانوئل مکرون سره رسمي خبرې پیل کړي.

د سعودي شهزاده د یوې اوونۍ په سفر وتلی دی او تر اوسه‌يې له امریکا، بریتانيې او مصر څخه کتنه کړې ده.

نوموړی به چې د خپل هېواد د بڼې د بیا جوړولو هڅه کوي له پاریس څخه په کتنه کې د میلیونه ډالرو تړونونه او موافقې هم وکړي.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر له سعودي شهزاده سره د ترینګلو ډیپلوماتیکو اړیکو او د سوريې او یمن د جګړو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG