د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

دفاع وزارت: له طالبانو سره د ایران د همکارۍ موضوع پراخو څېړنو ته اړتیا لري


په داسې حال کې چې په کابل کې د امریکا سفیر د ایران له لوري د طالبانو د لوژستیکي ملاتړ خبره کوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دغې موضوع کې پراخو څېړنو ته اړتیا ده.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، له وسله‎والو طالبانو سره د ایران د همکارۍ او ملاتړ موضوع تر څېړنو وړاندې نه‎شي تأییدولای.

د ښاغلي رادمنش په خبره دوی غواړي په دې اړه کره اسناد او شواهد ترلاسه کړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وايي:

"موږ ته وخت راکړئ، څو په‎دې اړه خپلې څېړنې بشپړې کړو، څو پوه شو چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو دریځ په کوم وضعیت کې دی چې بیا تاسو سره د کره شواهدو په تفکیک معلومات شریک کړو."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په‎دې وروستیو کې «بي. بي. سي» ته په يوه مرکه کې ویلي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته لوژستیکي امکانات برابروي او دغه چاره د سپاه پاسداران له لارې ترسره کوي.

خو ښاغلی بس خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې دوام د ایران شرقي پولې هم ناامنه کولای شي.

له‎دې وړاندې د افغانستان د ملي شورا يو شمېر غړو او عامو خلکو هم د هېواد په لوېدیځ کې له وسله‎والو طالبانو سره د ایران د همکارۍ خبره کړې.

ان تر دې چې په يو شمېر راپورونو کې د ملي شورا د ځینو استازو له قوله راغلي چې ایران وسله‎والو طالبانو ته د روسیې ساخت وسلې په اختیار کې ورکړې دي.

د امریکا سفیر د دغو څرګندونو په وړاندې په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي، امریکا غواړي چې د ایران سره خپل اختلافات او د سوریې او عراق په جګړه کې خپله ماتې په افغانستان کې تعقیب کړي.

اریانا نیوز لیکلي چې ښاغلي بهرامي په کابل کې د امریکا د سفیر څرګندونې غیر مستند او غیر منطقي بللي او له نوموړي يې غوښتي چې په دې اړه دې د افغانستان دولت ته مستند اسناد وړاندې کړي.

خو د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد بیا د ایران له لوري په افغانستان کې ناامنیو ته لمن وهل تأییدوي او وايي چې ایران له‎دې لارې غواړي په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو مخه ونیسي.

افغانستان کې د جګړې دوام د ایران شرقي پولې هم ناامنه کولای شي.

نوموړی وايي:

"په افغانستان کې يو شمېر اشخاص او افراد د ایران له لوري حمایه کېږی، ځکه ایران غواړي دلته ناامنیو ته زمینه‌سازي وکړي، څو د ټاپي پروژې، د بخش‎اباد، سلما او د برښنا د يو شمېر نورو بندونو د عملي کېدو مخه ونیسي، نو په‎دې حساب ایران د افغانستان په ډېری قضایاوو کې دخیل دی."

ایران چې په کراتو د افغانستان په چارو کې په مداخلې تورن شوی، له‎دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښودلې او د روسیې تر څنګ‌يې د دغې ډلې زیاتېدونکي فعالیتونه د سیمې لپاره ګواښ بللی.

که څه هم ایران د افغانستان په ناامنیو کې لاس لرل په ځلونو رد کړي دي، خو په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازې او د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې رحیمه جامي وايي، ایران له مختلفو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې ناامنیو ته زمینه برابره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG