د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

واشنګټن پوسټ: اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ په پسرلي کې دبۍ ته تللی و


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د طالبانو د پخواني مشر په اړه په یوه مطلب کې لیکي، اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ میلادي کال په پسرلي کې دبۍ ته تللی و چې هغه وخت‌یې د نیولو چانس له لاسه ووت.

واشنګټن پوسټ ليکي:

د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو هغه مهال دا معلومات چې منصور د څو ورځو لپاره دبۍ ته تللی چې هم د ځان لپاره خرید وکړي او هم مرستې راټولې کړي، ترلاسه کړي وو.

په دبۍ کې چې د سوداګرۍ لوی مرکز دی، د طالبانو د وخت د مشر په راڅرګندېدو سره د دې ښه چانس رامنځته کړی و چې هغه ونیول شي، خو دې کار به له سیاسي او ډیپلوماتیک پلوه څه خطرونه هم درلودل.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه منصور دبۍ ته یوازې څو ورځې وروسته له هغې تللی و چې د طالبانو چارواکو په پټه له امریکا او د افغانستان له حکومت سره د لومړي ځل لپاره خبرې کړې وې.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، په دې برخه کې ډېره غلطه محاسبه او یا هم ښایي خیانت، منصور دې ته پرېښی وي چې له متحده عربي اماراتو لومړی ایران او له هغه ځایه پاکستان ته لاړ شي چې پاکستان ته په لاره د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، ولې او د څه لپاره متحده ایالاتو هغه کس چې یو شمېر چارواکو ګومان کاوه چې هغه کولای شي طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي، وژني؟ دا پوښتنه تر اوسه بې‌ځوابه پاتې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه کله چې د طالبانو لوړپوړي مشر چې د خبرو یو شریک ګڼل کېږي او هغه په نښه کېږي، دغه جګړه به چې ۱۷م کال ته داخله شوې، په څه ډول پای ته ورسېږي؟

  • ارکانسیس ډموکرات ګزیټه

بلې امریکایۍ ارکانسیس ډموکرات ګزیټه ورځپاڼې هم د افغانستان جګړې ته پام اړولی او لیکي:

له څه باندې یوې لسیزې راهیسې امریکا پر دې خبرې کولې چې په څه ډول کېدای شي افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شي چې په خپله وکولای شي د خپل هېواد امنیتي چارې په غاړه واخلي او هم د یوه باثباته حکومت لپاره اساس کېږدي.

د ورځپاڼې په وینا دا ځل امریکایي قوماندانان فکر کوي چې دوی په سمه دي.

د امریکا د ټولو وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کې د جمعې په ورځ واشنګټن ته له یوې خوشبینۍ سره بېرته ستون شو.

هغه د دې سفر په ترڅ کې له ډېرو خلکو، له افغان ولسمشر، نورو افغان چارواکو او له امریکایي قوماندانانو او دغه‌راز له نویو امریکایي پوځي سلاکارانو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل چې دی د جګړې په ډګر کې بدلون ویني او زیاته‌یې کړه چې دغه بدلون د افغان ځواکونو په ګټه دی.

ډانفورد په بګرام کې هغو څو خبریالانو ته چې له ده سره‌یې په دې سفر کې ملګرتیا کوله وویل چې افغانستان ته د نویو ۸۰۰ پوځي سلاکارانو راتګ به هم له دې سره مرسته وکړي چې افغان ځواکونه دغه اوسنی وضعیت وساتي.

د ورځپاڼې په وینا یوې مسئلې چې د امریکا د پوځ د لوی درستیز خوشبیني زیاته کړې، په ختیځ کې د افغان پوځ وروستي عملیات دي چې د لغمان هغه مهمې سیمې یې له وسله‌والو طالبانو پاکې کړي چې پاکستان سره پولې ته نږدې ټرانزیتي لاره ترې تېرېږي، هغه هېواد سره چې دوی د ځان لپاره امن ځایونه لري.

ارکانسیس ډموکرات ګزیټه وړاندې لیکي:

یوې بلې مسئلې چې پر امریکایانو یې مثبت تأثیر کړی، هغه په جګړه کې د افغان پوځیانو له‌خوا له خپلو استخباراتي معلوماتو څخه کار اخیستل دي چې دوی یې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته ترلاسه کوي.

د افغانستان پوځ ته په تېر سپټمبر کې ډرون الوتکې ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG