د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۳

الکوزی: امریکا دې له طالبانو سره د روسیې د مرستو په وړاندې جدي اقدام وکړي


د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون وايي، امریکا باید له طالبانو سره د روسیې د مرستو پرې کولو او د دغې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

له طالبانو سره د روسيي او پاکستان د مرستو په تړاو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له وروستیو څرګندونو وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي د دغې اړیکې په پرې کولو کې د امریکا رول مهم بولي.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"هغه وسلې چې له روسیي راغلي، طالبانو سره لیدل شوی دي، روسیه له امریکا سره سیالي لري او له همدې امله غواړي چې په افغانستان کې فعالیت پراخ او امریکا ناکامه کړي، خو له بده مرغه امریکا تر اوسه داسې څه چې لازم وو، په افغانستان کې یې نه دي ترسره کړي."

دی وايي، امریکا باید وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي او دغه شان پر پاکستان هم خپل فشارونه لا زیات کړي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې په ځینو راپورونو کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر له قوله راغلي چې له طالبانو سره د پاکستان او روسيې اړیکو د ترورېزم پر وړاندې سیمه ییزه اجماع له ماتې سره مخ کړې ده.

خو له دې وړاندې روسي چارواکو په وار وار له طالبانو سره خپلې اړیکې رد کړې دي.

کابل چاپ د هېواد دولتي ورځپاڼې د شنبې د ورځې د ګڼې په سر مقاله کې راغلي، د افغانستان جګړه ځکه ژر نه ختمېږي چې پاکستان، ایران، انګلستان او روسیه په پټه تېل ورپاشي او ترکومه چې له دغو هېوادونو سره خبرې ونشي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت سخت کار دی.

له دې سره د چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، روسیه په افغانستان کې د داعش له پراخېدونکي فعالیته وېره لري او دا یوه لوېدیځه پروژه بولي.

د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم بیا وایي:

"دلته د امریکا لیدلوری او په سیمه کې د امریکا د پاتې کېدو موضوع مطرح ده چې باید د روسيې اندېښنه له دې اړخه رفع شي، که دا اندېښنې له منځه یو نه وړل شي، زه ډاډمن یم چې روس له افغانستان سره همکاري نه کوي."

ښاغلي رحیم روسیه، ایران او چین پر سیمه له اغېزمنو هېوادونو څخه ګڼي او وايي، تر کومه چې د دغو هېوادونو تر منځ سیمه ییزه اجماع رامنځته نه شي، د افغانستان د سولې او ثبات موضوع به دغه شان د یوې ستونزې په توګه پاتې وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG