د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۸

طالبانو سره د روسیې تسلیحاتي مرستې او افغانستان پر سوریه د بدلېدو اندېښنې


د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو سره د روسیې تسلیحاتي مرسته نه رد او نه تأيیدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړدې موضوع په اړه څېړنې کېږي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه تر اوسه کوم اسناد نه‎دي موجود، خو د شواهدو د راټولولو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړی وايي:

"په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي او موږ دا موضوع اورېدلې ده، د عیني شواهدو په راټولولو سره به انشالله چې په دې اړه ډېر معلومات له تاسې سره شریک کړم."

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

دا په‎داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن په دې وروستیو کې دا ویلي چې روسیه د تاجکستان له طریقه طالبانو ته وسلې ورکوي.

ښاغلي نیکلسن دغه څرګندونې له ځینو رسنیو سره په مرکه کې کړي دي، خو نوموړي دا نه‎دي ویلي چې دغه مرستې په کومه کچه دي.

مخکې تر دې ځینو افغان چارواکو هم د یو شمېر ترلاسه شوېو وسلو په اړه ویلي چې روسي مارک لري.

خو په کابل کې د روسیې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا افواهات ګڼلي او ویلي یې دي چې په دا شان څرګندونو سره په یوه ډول هڅه کېږي چې د افغانستان د جګړې په اړه پام بل‎خوا واړول شي.

روسي چارواکو مخکې تر دې له وسله‎والو طالبانو سره خپل اړیکې منلي، خو ویلي یې دي چې له یادې ډلې سره یې هېڅ ډول تسلیحاتي مرسته نه‎ده کړې.

طالبانو ته د روسیې د تسلیحاتي مرستو په اړه هر اړخېزې څېړنې کېږي.

خو د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي چې روسیې دغه مرسته کړې ده.

نوموړی که څه هم په دې اړه اسناد نه وړاندې کوي، خو په خبره یې روسیې د کندز ولایت په سقوط کې هم له طالبانو سره همکاري کړې وه.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

مخکې تر دې له روسیې سربېره وسله‎والو طالبانو سره د ایران د پټې همکارۍ په اړه هم ویل شوي دي.

خو ایراني چارواکو په افغانستان د بهرنیو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو د مخالفت سره-سره ویلي چې د دغه هېواد له وسله‎والو مخالفینو سره اړیکې نه‎لري.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، که روسیه په رښتینې ډول له طالبانو سره پوځي همکاري ولري، دا خبره د اندېښنې وړ ده.

د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس وايي:

"که دا خبره رښتیا وي، نو له امله یې باید د افغانستان خلک او حکومت او د سیمې هېوادونه اندېښنه ولري، افغانستان به په دوهمه سوریه بدل شي، په ځانګړي ډول په کندز او په شمال کې ځینې سیمې، لوی هېوادونه لکه امریکا او روسیه به په جګړه کې ښکېل شي او پایلې به یې ښې نه‎وي."

طالبانو تر اوسه دوی سره د تسلیحاتي مرستو په تړاو د جنرال نیکلسن د څرګندونو په اړه څه نه‎دي ویلي.

روسیه او ایران په افغانستان کې د داعش له مخ پر زیاتېدونکو فعالیتونو په اندېښنه کې دي او د یادو هېوادونو چارواکو په وار-وار دغه ډله د ځان او د سیمې د هېوادونو په وړاندې لوی ګواښ ګڼلی دی.

خو افغان چارواکو ویلي چې د داعش په ګډون د ترهګریزو ډلو په وړاندې مبارزه کوي او په‌دې برخه کې روسیه او د سیمې ټول هېوادونه باید همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG