په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان د موجوده حالاتو په اړه د تبصرو ترڅنګ د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د وروستیو څرګندونو په اړه هم لیکنې خپرې کړي دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې د افغان ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په حواله لیکلي دي چې د ترهګرۍ په خلاف د مبارزې لهپاره سېمهییزه اجماع ماته شوې او طالبان لاهم د پاکستان او ان د روسیې په ملاتړ جګړې ته دوام ورکوي.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې ښاغلي اتمر دا څرګندونې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې داسې مهال کړي دي چې د امریکا د دفاع وزیرهم د سعودي عربستان له ولیعهد سره په لیدنه کې له طالبانو سره د روسیې د مرستو یادونه کړې.
ورځپاڼه لیکي:
د ځینو کتونکو د معلوماتو لهمخې ایران هم له طالبانو ملاتړ کوي او ترکیه د پاکستان په همکارۍ د داعش جګړهماران افغانستان ته استوي.
ورځپاڼې لیکلي دي، په داسې یو حالت کې چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې له ترهګرۍ نه د یوی وسیلې په توګه کار اخلي او د هغې ملاتړ کوي، د سولې ټینګښت ډېره لېرې بریښي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې پاکستان، ایران، بریتانیا او روسیه په څرګند ډول د جګړې اور ته تیل ورشیندي او تر هغو چې پر دوی فشار رانهشي او یا دغه دښمن هېوادونه خپله له دې جګړې په شا نهشي، نو ممکنه نهده چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې روسیه د تاجکستان لهلارې طالبانو ته وسلې او مهمات رالېږي، پاکستان او ایران د افغانستان پرمختګ د ځآن له پاره شرم بولي، دواړه هېوادونو د افغانستان جګړه خپل اساسي هدف ټاکلی او انګریزان هم د خپلې پاکستاني پروژې د بقا لهپاره نه غواړي دا جګړه ژر پای ته ورسېږي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دغو حالاتو ته په کتو د سولې لهپاره باید داسې فکر وشي چې پایله ولري او نړیواله ټولنه پرې هم قانع وي، له دې پرته سوله په هېڅ ډول شوني نهده او نور باید دا تریخ حقیقت ومنلی شي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا په فاریاب کې له طالبانو سره د جمعیت اسلامي ګوند د یو قوماندان او د هغه د څه باندې ۱۰۰ ملېشو یو ځای کېدل، له طالبانو سره د اسماعیل خان د احتمالي خبرو پیل او په غزني کې پر ملکي خلکو د ملېشو حمله د ناوړه پېښو پیلامه بللې ده.
ورځپاڼې په افغانستان کې دا وروستي پرمختګونه خورا حساس بللي او لیکلي یې دي چې دغو پېښو ته باید په ساده نظر ونه کتلی شي.
ورځپاڼې دغو پرمختګونو ته په اشارې ولسمشر ته سپارښتنه کړې چې خپل ټول اقتصادي پلانونه دې یوې خوا ته کېږدي او خپله ټوله انرژي دې سولې ته متمرکزه کړي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي دي، پهداسې حال کې چې څه موده مخکې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر خبرداری ورکړ چې په روان ۲۰۱۸میلادي کال کې به په افغانستان کې جګړه لا توده شي، د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د هغو هېوادونو پرضد چې د ترهګرو ملاتړ کوي، د نویو ملګرو په لټه کې وتلی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي اتمر د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د خپلې وینا په مهال دا په ډاګه کړه چې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب نهدی ویلی او جګړې ته یې زور ورکړی دی، خو طالبان دا جګړه نهشي ګټلی.
د ورځپاڼې په وینا ښاغلي اتمر د افغانستان او جنوبي اسیا لهپاره د امریکا نوې ستراتیژي مؤثره وبلله او ویې ویل چې د دې ستراتیژۍ له اعلان وروسته په ترهګرو فشارونه زیات شوي دي.
- انیس
خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا د سېمې او ګاونډ په هېوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان په وړاندې دې له دوه مخي سیاست نه لاس واخلي او د سولې د پروسې سره دې همکاري وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سېمې او نړۍ د ثبات لهپاره خورا مهمه ده.