د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

نېکلسن: امریکا سولې ته د طالبانو د هڅولو په هدف پر یوه پلان کار کوي


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، امریکا په هغو اقداماتو کې رول لرلای شي چې طالبان باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او بېرته د افغان ټولنې برخه شي.

افغانستان او امریکا پر ګډ پلان کار کوي چې له مخې به یې د سولې د بهير د ملاتړ لپاره د امريکا رول روښانه شي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په دغو اقداماتو کې ښايي له تروريستي لېست څخه د ځينو ډلو د نومونو ايستلو، د مالي مرستې ورکولو او داسي سيسټم رامنځته کولو لپاره هڅې شاملې دي چې سخت دريځي قانع کړي د امریکا د هوايي حملو قرباني کېدو پر ځای بېرته د ټولنې برخه شي.

نېکلسن دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې خبريالانو ته کړې.

جان نېکلسن
جان نېکلسن

نېکلسن ويلي چې د سخت دريځو ډلو ځیني غړي غواړي خپل عادي ژوند ته وګرځي او کندهار ته لاړ شي.

د ده په خبره دوی پر همدې خبرې کوي چې دغو خلکو ته څه وړ لاره هواره کړي.

له طالبانو سره د سولې خبرې له ډېري مودې راهيسې د ټولو لوریو هدف دی خو بېره شته چې یوې موافقې ته رسېدل ښايي کلونه وخت واخلي.

اسوشېټېډ پرېس وايي، امریکايي نظامي چارواکي وايي چې تر شپاړس کلنې جګړې وروسته طالبان ستړي شوي دي او د دې ډلې څانګې ښايي جلا شي او د سولې مېز ته کېني.

خو د امريکا ولسمشر د روان مېلادي کال د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه وويل چې دی له طالبانو سره د سولې د خبرو هېڅ اساس نه ويني ځکه هغوی هرې خوا ته بې ګناه خلک وژني.

په همدې حال کې طالبان ټينګار کوي چې جګړې ته د پای ټکی ايښودلو لپاره باید له واشنګټن سره خبرې وشي خو امریکايي چارواکي ټينګار کوي چې دا ډله بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس راپور د نېکلسن له قوله لیکلي چې په ډېری مواردو کې د طالبانو غړي ځايي حکومتي چارواکو ته خپلې وسلې سپاري او داسي طالبانو ته ژمنه ورکول کېږي چې نه به توقيف کېږي او د ټولنې د برخه جوړېدو فرصت به لري.

نېکلسن ويلي چې تر نظامي، سياسي او ټولنيز فشار لاندې بايد نور سخت دريځي هم اړ ایستل شي چې له جګړې لاس واخلي.

ده ویلي چې ښايي داسې وخت هم راشي چې ځیني سخت دريځي سوله کوي او په عين حال کې جګړه هم روانه وي.

دا خبرې وروسته له هغه دي چې په دې وروستيو کې د سخت دريځو حملو ملکيان په نښه کړي دي.

په دغو حملو کې د جنورۍ مياشتې حمله هم شامله ده چې په کابل ښار کې د یوه امبولانس په واسطه وشوه او تر سلو زيات کسان يې ووژل.

XS
SM
MD
LG