د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

امریکا له طالبانو غوښتې چې د اشرف غنې د وړاندیز په منلو روانه جګړه ختمه کړي


د امریکا متحده ایالتونو پر طالبانو غږ کړی چې راوړاندې شي او د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په پیلولو په دې هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز د جمعې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د ولسمشر اشرف غني د وروستي وړاندیز ملاتړ کوي.

الیس ویلز چې په واشنګټن کې یې د سولې په انسټیټوټ کې وینا کوله، وویل له طالبانو سره له کوم قید او شرطه پرته د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني وړاندیز د ۲۰۰۱ مېلادي کال راهیسې تر ټولو مشخص او روښانه پیشنهاد دی.

الیس ویلز چې د کابل د پروسې په کانفرانس کې یې هم ګډون کړی وی وویل:

الیس ویلز
الیس ویلز

"زه باور لرم چې د کابل پروسې دویم کنفرانس په حقیقت کې یو تاریخي غونډه وه، ولسمشر غني په دې غونډه کې د سیاسي روغې جوړې لپاره له درنښت نه ډکه لاره تائید کړه او د پخلاینې لپاره یې په جزییاتو د باور وړ یو لید لوری وړاندې کړ."

دې امریکايي چارواکي ټینګار کړی چې وسله وال طالبان دې د ولسمشر اشرف غني پر دې وړاندیز جدي غور وکړي او زیاته کړې یې ده چې داسې نښې نښانې شته چې دا وسله واله ډله د سولې دا وړاندیز ارزوي.

د فبرورۍ پر ۲۸ مه نېټه د کابل پروسې په غونډه کې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د سولې یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه او په کې یې له دې وسله والې ډلې سره له کوم قید و شرط پرته د سولې خبرو ته چمتووالی وښوده.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي له ازادي راډیو سره په یوې مرکې وویل، طالبانو ته چې د سولې کومه روښانه طرحه د کابل پروسې په غونډه کې وړاندې شوه، ترې مخکې دې وسله والې ډلې ته هېڅ کله داسې روښانه او هر اړخیز وړاندیز نه و شوی.

حکمت خلیل کرزي چې د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، دوی چمتو دي چې د بهرنیانو د حضور په اړه هم له طالبانو سره خبرې وکړي:

حکمت کرزی
حکمت کرزی

"ما د کابل د پروسې په غونډه کې دا هم په ډېر وضاحت وویل چې موږ چمتو یوو په افغانستان کې د بهرنیانو پر پوځي حضور هم له طالبانو سره خبرې وکړو، هېڅ وخت په دې اړه حد او وضاحت نه و موجود."

خو طالبانو په پرلپسې توګه له افغان حکومت سره د خبرو کول رد کړي او ټینګار یې کړی چې یوازې د امریکا له متحده ایالتونو سره مستقیمې خبرې کوي هغه څه چې امریکا یې ردوي.

ویلز چې د امریکا له لورې د افغانستان د سولې مشري کوي وايي، امریکا د قید او شرط پرته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د پیل ملاتړ کوي.

نوموړې، سولې ته د طالبانو د چمتو کولو په برخه کې د پاکستان رول مهم وباله خو زیاته یې کړه، واشنګټن د پاکستان له خوا تر اوسه په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دی مشاهده کړی.

نوموړې ټینګار وکړ چې دوی به له پاکستانه لېرې ولاړ نه شي، ځکه د دې امریکايي ډیپلوماټې په وینا پاکستان سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مهم رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG